کور / تازه خبرونه / محصلین :د ربانی په نامه پو هنتون ته نه ځو.

محصلین :د ربانی په نامه پو هنتون ته نه ځو.

دکابل ښوونې اوروزنې پوهنتون محصلینویوځل بیاپه ډاګه کړه چي،دپوهنتون دلوحې ترلیرې کېدوپوری به ټولګیوته ولاړنشی. دغه څرګندونې نن دکابل پوهنتون دمحصلینو په استازیتوب یوه غړی مطیع الله ستانکزی وکړی هغه وویل ،چي دکابل پوهنتون، پولی تخنیک، دکابل طبی پوهنتون. دکابل مرکزی پوهنتون محصلین، دافشاروخلک ،دولسی جرګي غړي دخوشحال خان اونورو ښوونځیو زده کونکې د ښوونې اوروزنې دمحصلینودغوښتنوسره همغاړی یوو،اودلاریونونوملاتړی یی کوو.
د دغه پوهنتون محصلینو درې اوونۍ مخکې وروسته تر هغه مظاهرې پیل کړې، چې دولسمشرحامدکرزي په امر د ښوونې اوروزنې پوهنتون نوم دبرهان الدین رباني په نامه یادشو.وروسته دغه لوحه دشپي لخواچي محصلین په کورونوکي ناست وو، د پوهنتون ددروازی پرسرمیخ شوه. په بله ورځ دسهار پروخت کوم وخت چي محصلین ټولګیو ته روان وو،دنوي لوحي په لیدلويي دستي غبرګون ښکاره کړی.
محصلینو څو ځلې لاریونونه وکړل او اوس وايي تر څوچې ،نوی لوحه نه وي لیري شوی د پوهنتون ټولګیوته به ولاړ نشی. دمحصلینواستازودولس مشر کرزی اودسولی دعالی شورا رئیس صلاح الدین ربانی سره په دي اړه جلا جلا کتنې درلودی. دکتنو په وخت کي محصلینوخپلې غوښتنې کرزی او ربانی ته په ډاګه کړی. ولی تراوسه پوری محصلینو ته دلوحې د لیرې کولوپه اړه رغنده ځواب نه دی ورکړل سوی.