دامريکا ددفاع وزير لیون پنیتادجمهوررئيس حامدکرزي دتېرې اوونۍ دخبري غونډې پر وړاندې کلک غبرګون ښودلى دى.هغه وايي،چې افغان جمهوررئيس کرزی پرامريکا دنيوکوپرځاى بايدله دوى څخه مننه وکړي،ځكه دده په وينا،دوى ترهګر په افغانستان کې ځپلي،اوله دوه زروزيات سرتېري يې وژل شوي اونورې ډېرې قربانۍ يې هم ورکړې دي.
جمهور رئيس حامد کرزي د تېرې پنجشنبې په ورځ ديوې خبري غونډې پر مهال پرامريکا کلکه نيوکه وکړه، چې له افغانستان څخه بهردترهګرو په له منځه وړلوکې پاتې راغلې او پرکونړ دپاکستاني بريدونودفاع هم نه کوي.د امريکايي خبري اژانس (اى پي) د معلوماتو له مخې، ليون پنيتا دغه څرګندونې د سفر پر مهال په الوتکه کې خبريالانو ته کړي او ويلي دي، چې افغان جمهور رئيس بايد هر وخت د هغو سرتېرو ستاينه او له قربانيو څخه يې يادونه وکړي، چې د افغانستان لپاره يې جنګ کړى او ځانونه يې قرباني کړي دي.