کور / تازه خبرونه / کندهار: دطالبانو منځپوړي قومندانان نيول سويدي

کندهار: دطالبانو منځپوړي قومندانان نيول سويدي

د کندهار ولايت په دوو غربي ولسواليو کي د چاڼيزو عملياتو پرمهال د وسلوالو مخالفينو دوه تنه قومندانان له خپلو درو تنو افرادو سره يو ځاى نيول سوي دي.
په دې اړه د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر څخه لراوبر ته په رسېدلې خبرپاڼه کي راغلي چي دغه عمليات چي تېره ورځ د ژړۍ ولسوالۍ په سنګسار او د پنجوايي ولسوالۍ په مرکز کي سوي دي په نتيجه کي يې د امان الله او فدامحمد په نومو د وسلوالو طالبانو د منځنۍ کچي دوه قومندانان نيول سوي دي.
له دې قومندانانو سره د هغوى درې تنه حاميان هم يو ځاى نيول سوي چي ټول يې د بعدي پلټنو لپاره په اړوندو برخو کي مربوطه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل سوي دي.
ددغو کسانو د نيوني ترڅنګ تېره ورځ په ژړۍ ولسوالۍ کي د جلا محاربوي عملياتو په نتيجه کي د سيمي د طالبانو تر ټولو مخکښ غړى نعمت الله د خپل يوه تن ملګري سره وژل سوى دى.
نعمت الله د ژړۍ ولسوالۍ په اشوغو او ماکوانو سيمو کي پر افغان ملي امنيتي او ايساف ځواکونو باندي لسګونه وسلوال بريدونه او د سړک غاړي بمي چاودني پلان او رهبري کړي وې.
وژل سوى تن څه باندي دوې مياشتي وړاندي د يادي سوي ولسوالۍ د پرمختيايي شورا د يوه غړي په وژنه کي هم لاس درلود او پر هغه باندي سوى بريد هم دده لخوا تنظيم او رهبري سوى و.
ژړۍ او پنجوايي ولسوالۍ د کندهار ښار څخه په دېرش او شل کيلو ميترۍ کي شمال غربي او جنوب غربي خواوو ته پرتې دي چي د کندهار والي د وياند په وينا ددې ولايت د نورو ولسواليو په پرتله يې امنيتي حالت څه ناڅه څپ څپاند دى.