عبدالنافع همت – کابل
د ارګ په دروازه کي يوه ډله خبريالان په دې نيامت ولاړ ول، چي په يوه مهمه خبري غونډه کي برخه واخلي. په دې وخت کي يونفرله ارګ څخه راوه وت اودايادښت يې پردېوال ونښلاوه: ” هغه بهرنی سپی، چي پخوابه يې خلک تالاشي کول، نن ناروغه او متخصص ډاکټريې ويلي چي، بايد درې ورځي استراحت وکړي ، نوله همدې امله نن مطبوعاتي کنفرانس نه شي جوړېدای “.
رښتياهم نن ورځ دسپيانولپاره ډېره غمجنه ورځ ده، ځکه ښاروالۍ دوه ساعته مخکي کوڅه ډبوسپيانو ته په زهرو لړلي خواړه ور واچولي دي او اوس له کوڅواوسړکونوڅخه مړه سپيان راټولوي اوپه موټرونوکې يې له ښاره دباندې وړي. يوزوړ سپين سپی، چي چارچشمه نومېږي اوپه يوه پښه نګښي، تريوې مورۍ ارګ ته ورننوت. هلته يې وليدل چي، يوه سړي يوتورسپی په درې اربيزه ګاډۍ کې کښېنولی اوشا وخواپه ارګ کي چکر ورکوي. په ګاډۍ کي ناست سپي داړي جينګي کړې، خپل ټټرته يې اشاره وکړه اوويې ويل: زما نوم جنرال ” براون جيټ “ دی اود امريکا د متحده ايالاتوپه پوځ کي دپوليسي سپيانو ديوولسمي ټولۍ قوماندان يم او دا زما معالج ډاکټر”مايکل“ دی.
بياچارچشمه په عاجزانه کړونچي سره ځان جيټ ته وروپېژانده اود ښاروالۍ د کمپاين خبره يې ورته وکړه. جيټ دزړه سوي په ډول پرچارچشمه بوی وکيښ اوبيايې هغه خپل دفتر ته بوت . چارچشمه خپله لکۍ وښوروله اوويې ويل: من، من غوښه اخلم چي، نن يوسپی داسي لوړمقام لري. بياجيټ هلته يوه بهرني سړي ته اشاره وکړه او ويې ويل چې، دی ”جېک“ نومېږي اوزموږ دټولۍ اشپز دی، بيايې ”جېک“ ته وويل چي، مېلمه ته ډوډۍ راوړي . جېک هم سمدلاسه چارچشمه ته غوښه، بسکېټ اومعدني اوبه راواخيستلې. چارچشمه د جيټ په دفترکي دقيمتي مېز، څوکيو، غاليو، پردو، يخچال، ايرکنډېشن او نوروقيمتي سامانونوپه ليدويوې اوبلې خواته حيران حيران کتل. په دې وخت کي يې پرڅوميډالونو سترګي ولګېدې او ويې وپوښتل:
دا ميډالونه دچا دي؟
_ دا زما دي
_ څه شی ستادي ؟ دالومړی وار دی چي، دسپي دميډال اورم!
_ په پوځ کې ميډالونه معمولاًدسولي نه، بلکي دجګړې اتلانوته ورکول کېږي او دجګړې له هغواتلانو
څخه يو زه هم يم .
_ تا خوماته وويل چي، په ارګ کي دتالاشۍ دنده لرئ، دجګړې خبره خومو و نه کړه .
جيټ دغرورپه ډول وغرږل اوويې ويل: لس کاله کېږي چې،زه په پوځ کي کارکوم. لومړی ماموريت مې د ګوانټناموپه زندان کي و اوهلته مي د تحقيق په څانګه کي کارکاوه. هرچا چې، به اقرارنه کاوه، انسانانوبه يې لاسونه او پښې وروتړل، په سربه يې توره کڅوړه ورواغوستله او بيا به يې زه ورخوشي کړم چي، ويې داړم. مابه هم ترهغو داړه چې، يا يې اقرارکولای اويا مړکېدای. يو ورځ مې د يوه سړي په غاړه داسي کلکه خوله ورولګوله چي، ځای پرځای مړ شو. د زندان چارواکو اوازه واچوله چې، دې سړي په خپله ځان وژلی دی، خوما ته يې ددې قهرمانۍ په بدل کي دغه يود سرو زرو ميډال راکړ. داچې، له انسان سره په مبارزه کي قهرمان شوم نود لسوخروړوسپيانو په مشرۍ په عراق کي د”ابوغريب“ زندان ته ولېږل شوم. هلته يوه ورځ دزندان چارواکو له يوه بندي څخه کالي وايستل ، پښې او لاسونه يې وروتړل او بيا يې زه ورخوشي کړم، سړی چي، مي هرڅومره وداړه، داسي کلک و،لکه ډبره ، ګردسره يې اقرار نه کاوه، خوکله چي مي يې په سر خوله ورولګوله او ومي غوښتل چي،ماغزه يې وخورم، نو بندي سمدلاسه په ژړا پيل وکړ. قوماندان مي دغه نوی تاکتيک ډېرخوښ کړ اوماته يې زما ددې قهرمانۍ په بدل کي يو دسرو زرو ميډال راکړ. دا چي هلته مي د ترهګرۍ ضد مبارزې کي لوړ نوم وګاټه، نو دلانورخدمت لپاره يې افغانستان ته راولېږلم. دغه دوه ميډالونه وينې؟ دا مي دلته ګټلي دي؛ په افغانستان کې مې يوازي ميډالونه نه، بلکي د جنرالۍ رتبه هم وګټله.
چارچشمه يوهډوکی په تکليف ترستوني تېرکړاو ويې ويل: ښه انډيواله اوس داراته ووايه چي، ارګ ته څنګه راغلې اودلته دي دنده څه ده؟ جيټ برېتونه پورته کړه اوويې ويل : زه چې، کله افغانستان ته راغلم، نولومړی ماموريت مي دکندهار او دوهم دبګرام په هوايي ډګرکي و. په دې دواړوځايونوکي مي دګوانټنامواوابوغريب په شان خپله دنده په ډېربرياليتوب سرته ورسوله، تردې وروسته دافغانستان د اساسي قانون دلويي جرګې دڅارني لپاره وړ وګڼل شوم چې، دا په حقيقت کې زمالومړی سياسي ماموريت و. کله چي هلته هم ښه وځلېدم نوبيا ارګ ته راوستل شوم. دلته زمادنده يوازي داده چي، ارګ ته د باروتو د راوړلو مخه ونيسم. که څه هم ارګ ته ډېرداسي خلک راځي چي، له لاسونو يي دتارياکو او انسان دوينو بوی ځي او دوی ددولت لوړپوړي چارواکي هم دي خو، زه دوی نه رسواکوم.جيټ دارګ عمومي دروازې ته وکتل او ويې ويل: په دې ارګ کې دواک پرسرډېرو انسانانو يودبل ويني توی کړي دي، ډېرو نژدې خپلوانويودبل سترګې ړندې کړي دي ، ان داچي، شاګرد خپل استاد وژلی دی. پردې ارګ داسي انسانانو هم بريدکړی چي، ډېر باور ورباندي شوی و او دارګ دساتني لپاره ګمارل شوي ول، خوله څه مهاله راهيسي چي، په ارګ کې پرسپي اعتماد شوی، نوله نېکه مرغه هيڅ يوه بده پېښه نه ده شوې. تر دې وروسته جيټ د غرور په ډول په زوره، زوره وغپل اوڅو واره په خپل دفترکي سره راوګرځېده چي، چارچشمه هم دغه ډول غپاورسره بدرګه کړل. چارچشمه دغوښي ترخوړلو وروسته پر شونډو ژبه تېره کړه او ويې ويل: زما مهربانه ملګرې! نه شي کېدای چي، ماته هم دغه ډول يوه رسمي دنده را پيداکړې؟ جيټ په خپله پسته څوکۍکي وغځېده اوويې ويل: ولي نه! ته هم زما په شان رسمي کارکولای شې، خو ستونزه دا ده چي، ستا انګليسي ژبه نه ده زده. نن چي، د چا انګليسي زده وي، بس هرڅه يې زده دي، استعداد ته يې څوک نه ګوري. په افغانستان کي ګـڼ شمېر بهرنيان يوازي له دې امله چي، بهرنيان دي، لوړډالري معاشونه لري. دا زما معالج ډاکټر ”مايکل“ وينې! دی يوعادي نرس دی، خودلته دډاکټرپه نوم راغلی اوپنځه زره ډالره معاش اخلي. دا زماخدمتګار، ”جېک“ يومخ بې سواده دی، خودرې زره ډالره معاش لري. بل داچي، ته دافغانستان سپی يې، که چېري خارجي سپی وای اويا دي خارجي تابعيت درلودای، نواوس به دي زماپه شان ډېره لويه څوکۍ درلودای. لکه څنګه چي بهرنيان پرافغانانو باورنه کوي، دغسي يې پرسپيانو هم باورنه کوي. دا دی وګوره په افغانستان کې ګڼ شمېربهرني سپي په امنيتي اونظامي برخه کي کارکوي. حال داچي ،که د افغانستان سپيانوته هم روزنيز ورکشاپونه جوړ شي، نودغه ډول کارونه کولای شي. په دې وخت کې د جيټ پام شو چې، چارچشمه سرپرڅپړوايښی اوسترګې يې له اوښکوډکې دي. جيټ د چارچشمه سرپرخپل زنګانه کښېښود، اوښکې يې ورپاکې کړې اوپه مهربانۍ يې ورته وويل: ګرانه دوسته! ته ناهيلی کېږه مه. زه په افغانستان کي دسپيانوراتلونکی ډېر روښانه وينم، ځکه ورځ په ورځ افغانان يوپربل بې باوره کېږي، چي په نتيجه کي يې ګډوډي هم ورسره ډېرېږي؛ که چېري دغه حالت نور هم دوام ومومي، نوموږ ته به ډېرکارونه راپيدا شي، چې اخر به د پوليسو په هره پوسته کي يوه يوه سپی ته اړتياپيدا شي. ددې خبري يوثبوت دادی چي، نن په افغانستان کي په زرګونونظامي کدرونه بېکاره اوبې سرنوشته ګرځي، خو زه اوزماپه شان نورسپيان ډېري ښې وظيفې اوامتيازات لري. زه باورلرم چي، يو وخت به په افغانستان کي يوسپی هم بېکاره پاته نه شي. جيټ له خپلي څوکۍ څخه ولاړ شو، په کوټه کي يې شا وخواوکتل او وه يې ويل: نن هغه وخت نه دی چي، د يوبد اوټيټ انسان تشبه دي له سپي سره وشي، نن په لويديځو هېوادونوکي خلک له حيوان، په تېره بيا سپي سره يوځای اوسېدل، يوځای ډوډۍ خوړل ،مينه کول او ان داچي، واده کول نوی تمدن بولي. جيټ په خپله کوټه کي پردېوال ديوې ښکلي ښځي عکس ته اشاره وکړه او ويې ويل: دا وينې؟ دا زما انډيواله (Girl friend) ده، چي ”جوليا“ نومېږي. دا يوه مليونره ده چي، په امريکا کي اوسېږي اودحيواناتودحقوقود سازمان مشره هم ده. پرماډېره ګرانه ده اوزه هم پردې ډېرګران يم، ماته دغه وظيفه هم دې راپيداکړې او وصيت يې کړی چي، تر مړينې وروسته به يې ټوله پانګه زما وي او بله خولادا چې، شپږ مياشتي وروسته چي، زما رخصي ده، زما سره واده کوي.
تر دې وروسته جيټ دمهربانۍ په ډول خپله خپړه دچارچشمه په غاړه کي ورواچوله او ورته ويې ويل: ګرانه ملګرې! ما دافغانستان په اړه ډېري څېړني کړي، خوپه دې باب مي تراوسه دسپي له خولې څه نه دي اورېدلي، نوکه ته لومړی دځان اوبيا دافغانستان دتيروڅوکلونو په باب لنډ معلومات راکړې، ډېربه خوښ شم. چارچشمه سرله څپړوڅخه راپورته کړ، غوږونه يې شک شک ونيول او ويې ويل :
زما خاوند دکمونسټانو دحکومت په ورستيو وختونوکې دحکومتي ملېشوقوماندان وچي، ”يلداش“ نومېده. نوموړي زه او زما ورور ”خاکي“ له لومړۍ ورځي څخه دجنګ لپاره لوی او وروزلو. يوه ورځ خاکي د سپيانوجنګولو ( سګوانۍ ) په ميدان کي ديو غښتلي سپي له لاسه مات شو. يلداش ته درد ورغی او زما ورور يې په هغه ميدان کي په ميکاروف توپنګچه وويشت او مړ يې کړ.
کله چي، په کابل کي د مجاهدينو حکومت جوړ شو، نو زما خاوند د ملي اردو جنرال شو. څو ورځي لا نه وې تېري شوي چي، د جهادي تنظيمونو ترمنځ جګړې پيل شوې اوګام پرګام پاټکونه جوړ شول. نور يې څه کوې، ترخه اوپاچاو، چې، جنرال يلداش هم يو پاټک جوړکړ. د ده ايله جاريانوبه هره ورځ په لسګونوخلک بنديانول، دچا په سرکې به يې مېخونه ورټکوهل اوڅوک به يې په مړيني نڅول. يوه شپه يې يوسړی چي، پښې اولاسونه يې ورتړلي ول، ما ته راواچاوه، مايې لومړی پزه او غوږونه وخوړل اوبيا مي يې نس ورڅيري کړ. په دې وخت کي زماخاوندداسي په خوند،خوند راته کتل، لکه دده چي هم دانسان دغوښوخوراک ته هواشوې وي. زماپه ژوندکي ترټولوښه خاطره هم دغه ده چې دانساني غوښ مې وخوړې او هغه هم داسي يو انسان چې خپله انسان په خوله کې راکړ. په دې ورځوکې په افغانستان کې دانسانانوترمنځ جګړه داسي توده وه چي، دسپيانوجنګول يې ګردسره له ياده وتلي ول. يوه ورځ مخالفې جنګي ډلي يوه قوماندان چي، طلاخان نومېده زموږ سيمه ونيوله اوزه په يوه زېرخانه کي په موږي پوري تړلی پاته شوم. طلاخان زماپه ليدوخوراخوشاله شو. تريوڅه وخت وروسته دطلاخان يو ملګری” جبار“ زما انډيوال شو، د وخت په تېرېدوسره جبارته سړيتوب بد وايسېده اوسوکه،سوکه يې د سپيانوپېښې پيل کړې. لومړی يې خپل وېښتان دسپي په ډول ببرپرېښوول، بيا يې دسپي په شان غپل زده کړل اوتر دې وروسته يې دسپي په ډول داړل اودغوښوخوړل هم زده کړل چي، بيابه ما اوده په ګډه دانسانانوغوښي خوړلې . بيا يوداسي وخت هم راغی چي، جبارپه ښکاره له سړيتوبه واوښت اود سپيتاني اعلان يې وکړ. په دې وخت کي جيټ له ډېري خوشاليه له خپله ځايه ټوپ وهل، چارچشمه يې په غېږکي ونيو او ويې ويل: نوجبار اوس چيري دی؟
_ هغه دطالبانود رژيم تر ړنګېدو وروسته حکومت ونيو او اعدام يې کړ.
_ اوف! نو ولي يې اعدام کړ؟
_ هغه دخپلې سياسي مفکورې له امله اعدام شو
_ څه شی! دسياسي مفکورې له امله ؟
_ هو! ځکه جبار د هغه سياسي ګوند غړي و،چي اوس د امريکايانوپه تور ليسټ کي شامل دی.
که څه هم دولت ظاهراًجبارته دسلونفرو وژل پلمه کړل، خوپه حقيقت کي يې هغه د خپلي سياسي مفکورې له امله اعدام کړ، ځکه په افغانستان کي داسي ډېرکسان شته چي، په زرګونو افغانان يې وژلي دي. دغه کسان نه يوازي داچي، چا حساب کتاب ورسره و نه کړ، بلکي اوس هم سرې سترګې ګرځي اوددولت په لوړو پوسټونوکې هم کار کوي .
جيټ خپړي سره وموښلې او ويې ويل: که زه هغه مهال په افغانستان کي وای، نوهيڅکله به جبارنه وای اعدام شوی. ياره دې طالبانوخوډېرلوی خيانت کړی دی چي، په کابل کي يې دغسي يوطلايي حکومت ړنګ کړ، که نه نواوس به مودخپل انسان الاصله سپي په مرسته ډېرملګري پيداکړي وای.چارچشمه دډاډ په ډول دجيټ پر اوږه خپړه کښېښووله اووه يې ويل: يوبل زېری به هم درباندي وکړم، هغه داچې دکمونستانوپه دوره کې هم دوه نفره له سړيتوبه اوښتي اوپه ډېروياړ يې سپيتانه منلې وه. چيټ له ډېري خوشاليه ټوپونه ووهل اوچارچشمه ته يې وويل چې، هله ژر راته ووايه چې داڅوک ول؟ چارچشمه وويل: کله چې دکمونستانوپه لومړيووختونوکې انجنېرظريف دکندهار والي و، نود سپيو په نوم يې دوه نفره ساتلي ول چې داقرار اخيستلو لپاره به يې بنديانوته ورايله کول اوهغوی به هم بنديان دسپيانو په شان داسي وداړل چې اصلي سپيانوبه ګوته په غاښ ورته ونيول. جيټ وپوښتل: هغه دوه نفره اوس چيري دي ؟ چارچشمه وويل: نه يم خبرچې هغوی به اوس چېري وي؟ تردې وروسته چارچشمه دجيټ غوږ ته خوله ورنژدې کړه اوويې ويل: ګرانه ملګرې! ماخو تاته مخکي وويل چي، زه په ډېربدحالت کي ارګ ته راغلی يم، اوس داراته ووايه چي بايدڅه وکړو؟ جيټ دخنداپه ډول خوله ويړه کړه او ويې ويل: ګرانه دوسته ! ته زړه مه اچوه، زما سره طرحه شته. لومړی خوداچي، ته بايد انګلېسي ژبه زده کړې. چارچشمه دحيرانتيا په ډول غوږونه شک شک ونيول او و يې وپوښتل: څه شی! انګلېسي ژبه زده کړم؟ ماخونه څوک دانګليسي ژبې په کورس کې شاملوي اونه دفيس وس لرم. جيټ چارچشمه په غېږکي ونيو اوورته ويې ويل: ولي وارخطايې ګرانه، زه خولا ژوندی يم. زه به انګلېسي در زده کړم. هره شپه ارګ ته راځه ، زماسره به ډوډۍ هم خورې اوانګلېسي به هم درته ښيم، په دريوڅلورومياشتوکي يې زده کولای شې. څلورمياشتې وروسته زما انډيواله ” جوليا“ کابل ته راځي، زه به دي ورته معرفي کړم او هغه به دي له ځانه سره امريکا ته بوزي. هلته به يو ورکشاپ ووايې، تر هغه وروسته به جوليا بهرنی تابعيت درته واخلي اوبيا به په امريکايي ځواکونوکې بيرته افغانسان ته راشې. بيا دي نوخولۍ په غوړوکي ده، زماپه شان به ډېر ښه پوسټ ولرې، داړې خوبه دي ښه تېرې وي کنه ؟
چارچشمه داړي سپيني کړې او ويې ويل:
_ هو! داسي تېرې دي چي، اوښ په څيرلای شم
_ څه شی اوښ؟ ياني ته غواړې چي، يوحيوان څيري کړې؟
_ نه دغسي يوه خبره مي وکړه، ما ويل که اړتيا پيداشي نو اوښ هم څيرلای شم
_ هيڅ اړتيا نه پيداکيږي ، ځکه چي موږ انساني پوځيان يو اوانسان ، نه يوازي داچي ټولي جګړې يې له انسان سره دي، بلکي خپلي ټولي لويي سلاوي يې هم دانسان لپاره جوړي کړي دي، خوپه هر صورت ستامسئوليت يوازي په دې سره پای ته نه رسېږي چي، ته يوعسکري صاحب منصب شې، ته بايد لومړی په کابل اوبيا په نورو ولايتونوکې دانګلېسي ژبې کورسونه جوړکړې چي، له دې لاري دافغانستان سپيانوته کارونه پيداشي. چارچشمه په اندېښنه وويل: نو دافغانستان اردوخوډېرکوچنی دی، اياټولوسپيانوته به کارپه کښي پيدا شي؟ جيټ وخندل او ويې ويل: ستاخبره سمه ده خوما په دې باب هم فکرکړی دی. تاته خومعلومه ده چي، په نړۍ کي دچرګانووالګی ورځ په ورځ مخ پر ډېرېدودی اوپه افغانستان کي يې هم نښي نښانې ليدل شوي دي اوځيني سپي اوګيدړي دغه ناروغه چرګان خوري چي، په دې ډول دافغانسان دسپيانو روغتيا ته يوجدي خطرمتوجه دی. زه به دغه موضوع زماله انډيوالي ”جوليا“سره شريکه کړم. هغه کولای شي چي، دافغانسان دعامي روغتيا وزارت په چوکاټ کي، دچرګانود والګي دمخنيوي لپاره يوپروګرام جوړکړي. دا پروګرام به دسپيانولپاره دچرګانو دوالګي په اړه دعمومي خبرتيا ورکشاپونه وي چي، ټول استادان به يې سپيان وي. زه فکرکوم چي، ددې پروژې په عملي کولو سره به دافغانستان دعامي روغتيا په وزارت کي ډېروسپيانو ته کارونه پيداشي. داخودافغانستان دسپيانوخبري وې، خوزماسره په نړيواله کچه هم دسپيانودژوند په اړه يوجامع پلان شته. موږ بايد دنړۍ دټولوسپيانودخپلواکۍ، بقا، هوساينې اونېکمرغۍ لپاره مبارزه وکړو. همدا اوس په ايران کې دسپيانولپاره يو زندان جوړ شوی دی. موږ بايد ددې زندان دله منځه وړلو لپاره دژوند تراخري سلګۍ پوري خپلې مبارزۍ ته دوام ورکړو. زه باورلرم، چې موږ به په دې لار کې خامخا بريالي کېږو. دايران دولت بايد پوه شي چې دوی سپي په زندان کې اچولي دي. سپي خدای پاک دوزخ ته هم نه اچوي نو دايران دولت څه حق لري چې دسپيانو لپاره زندان جوړوي؟ داخو انسانان نه دي چې په ګوانتناموکې به بنديان وي اوله هرډول انساني قانون پرته به شکنجه کيږي اوهيڅوک به يې نه پوښته کوي اونه دچا زورپه رسېږي. امريکايان خو داهم وايي چې اصلاً داسي انساني قانون نشته چې له دې خلکودحقوقودفاع وکړي. زه امريکايانوته داحق ورکوم، چې انسانان د ګوانتناموپه زندان کې دسپيانوپه شان وساتي،ځکه انسان پوه شه اوقانون يې، خوزه به انسان په تېره بيادايران دولت ته هيڅکله داحق ورنه کړم، چې دګوانتنامو د زندان په شان سپي بنديان کړي. دنړۍ سپي نه يوازي داچې بايدخپلواک، هوسا، باوقاره او نېکمرغه ژوند ولري، بايد ترمړيني وروسته هم په ډېر درناوي خاورو ته وسپارل شي اوجلا هديره ولري. له نېکه مرغه چې اوس هم په نړۍ کې دسپيانو هديرې موجودي دي، چې همدااوس دنړۍ دسپيانوترټولولويه هديره په روسيه کې ده، چې څلوېښت زره سپي په کښي ښخ شوي دي. تردې وروسته بايددنړۍ ټول سپي ترمړيني وروسته په ډېردرناوي خاورته وسپارل شي، نه داچې دافغانستان غوندي په ډله ييز ډول ژوندي ښخ اويا تر ډله ييزي وژني وروسته په يوه قبرکې واچول شي. موږ بايد دانسانانوغوندي له خپلوهمجنسو اوعزيزانو سره دومره لوی ظلم و نه کړوچې دسپيتاني تاريخ په وشرمېږي. چارچشمه چې تردې وخته يې په خورادقت دجيټ خبروته غوږ ايښی و اوله ډېري خوشاليه يې پر مخ اوښکي رابهېدلې، ناڅاپه له يوه لوی غپ سره ټوپ کړه او دچيټ په غاړه کي يې دمخ دوې پښې ور واچولې او ورته ويې ويل: ګرانه دوسته ! ته واقعاً چې دنړۍ دسپيانو لپاره ستر ارمانونه او ښه نيت لرې، زه به دمرګ تر اخري شېبې پوري په دې مبارزه کې ستاپر اوږه ولاړ يم او زه باور لرم چې موږ به خامخا يوه ورځ بريالي کېږو.
ګرانه ملګريه! راشه چي په دې وياړ، نن شپه ترسهاره په زوره، زوره وانګولو او په دې ډول انسانانو ته دا وښيوچي، وګورئ! دوه سپيان دسيمه ييز، قومي، رنګ، نژاد اوداسي نووروتوپيرونوسره سره دنړۍ دټولوسپيانو د خپلواکۍ، نېکمرغۍ اوسرلوړۍ په نيامت سره يوموټی شول. تردې وروسته جيټ او چارچشمه ترسهاره په زوره، زوره وانګولل او په ارګ کي يې هري خواته منډي ووهلې، خو دوی نه چا وليدل او نه يې ددوی انګولاوي واورېدې. لکه چي، دافغانستان واکمنوته کوم مظلوم پښون دا ښيرا کړې وي چې: ” پرمېنه دي تور سپی وانګوله“.