کور / تازه خبرونه / صلاح الدین ربانې:پوهنتون به مي د پلار په نوم وي

صلاح الدین ربانې:پوهنتون به مي د پلار په نوم وي

د ښوونې اوروزنې پوهنتون دجنجالي شخړۍ پرسردسولې دعالي شورامشر صلاح الدين رباني نن دهغو معترضومحصلینوسره وکتل چي یادپوهنتون یی دده دپلار په نوم نومولې دی.
ددغومحصلينويوه استازي رسنیوته ويلي، چي دسولې دعالي شورامشراودبرهان الدين رباني زوى صلاح الدين رباني دولسمشر له شوې پرېکړې څخه نه تېرېږي.
دغه استازی وايی چې موږدسولې دعالي شورامشر صلاح الدين رباني ته وويل، چې ولسمشر ددې جنجالي شخړۍټول واک تاسو ته سپارلي دی ، نو تاسوددې پریکړي څخه تېر شي، خو ښاغلي رباني محصلينو ته ويلي:دا هېڅ امکان نه لري، زه دوزيرانو شوراپرېکړه اودولسمشرکرزي فرمان نشم ماتولى اوددې لوحې بېرته کوزول دنه منلوخبره ده.
د یادوني وړده چي پرون دقهرجنومعترضومحصلینواستازودولسمشرسره دارګ په ماڼې کي وکتل. دکتني پر وخت ولسمشر محصلینو ته ویلی ،چي دئ به دسولی دعالی شورارئيس صلاح الدین ربانې سره مشوره وکړی اونتیجه به یی محصلینو ته په ډاګه کړي،ولسمشر محصلینو ته ډاډ ورکړى، چې که صلاح الدين رباني دغه پرېکړه ونه مني د حل يوه بله لاره به ولټوي، خواوس چې معلومه شوه، چې هغه هم دا خبره نه مني، نو څرګنده نه ده چې دولسمشر وروستې پریکړه به څه وي؟
معترض محصلين وايي، چي دسولې عالي شورارئیس رباني په رمزي ډول په ارګ تور ولګاوه، چې په وينا يې يو شمېر چارواکي يې نه غواړي دښوونې او روزنې پوهنتون دسولې شهيد پروفيسوربرهان الدين رباني پوهنتون په نوم بدل شي. محصلين وايي، تر هغې چې دغه لوحه نه وي کوزه شوې خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.
که له یوی خوا محصلين له خپلې پرېکړې څخه نه تېرېږي ولې له بلي خوا ولسمشر اودسولی دعالی شورا رییس هم سره په یوه خوله نه دی او بیلابیل نظرونه لری.