کور / تازه خبرونه / بادغيس:په سنګ آتش ولسوالي کي جګړه روانه ده

بادغيس:په سنګ آتش ولسوالي کي جګړه روانه ده

طالبان وايي چي نن سهار ۸ بجې بادغيس ولایت دسنګ آتش ولسوالۍ دمحمدزو په سیمه کې افغان او بهرنيي ځواکونه د عملياتو پر مهال د طالبانو سره په جګړه کښېوتل چي د قاري يوسف په وینا جګړې تر څو ساعته پوري دوام وکړ او يو طالب جنګيالی هم پکښي ووژل سو .
بله خوا لراوبر ته د ناټو مطبوعاتي دفتر څخه په رارسېدلې خبرپاڼه کي راغلي چي يو بهرنی پوځي نن د افغانستان په سهيل کي وژل سوی دی خو دا څرګنده نده چي دغه بهرنی دقيقآ په کومه سيمه او پېښه کي ژوند له لاسه ورکړی دی.