کور / تازه خبرونه / پاکستان او افغانستان د کونړ پر بريدونو خبرې وکړې

پاکستان او افغانستان د کونړ پر بريدونو خبرې وکړې

اسلام اباد :دافغانستان او پاکستان پوځي چارواکيو د ګډې پولې پر بريدونو او نورو موضوعاتو خبرې وکړې.د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو له دفتر ( اى اېس پي آر) له خوا يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې دافغانستان ددفاع وزارت د اوپراسيون قوماندان بريد جنرال افضل امان په مشرۍ يو پلاوى اسلام اباد ته راغلى دى.سرچينې زياته کړې، چې افغان پلاوي د پاکستان دپوځ د نظامي عملياتوله قوماندان بريد جنرال اشفاق نديم احمد سره وليدل .په خبرپاڼه کې راغلي،چې افغان پلاوى د پاکستان دپوځ په بلنه اسلام اباد ته راغلى و او پر ګډه پوله د شته ستونزو او دپاکستان له خاورې پر افغان خاورې د بريدونو د ادعاوو په اړه تفصيلي خبرې وشوې.د پاکستان دپوځ په خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې د افغانستان په کونړ او نورستان ولايتونو کې ترهګر پټنځايونه لري او له هغه ځايه دپاکستان په خاوره پر پوځ او نورو امنيتي ځواکونو له بريدونو وروسته بېرته افغان خاورې ته تښتي.سرچينې زياته کړې،چې په دې اړه يې استخباراتي معلومات له افغان پوځي چارواکيو سره شريک کړي دي.په خبرپاڼه کې د پاکستاني پلاوي د مشر جنرال نديم له خولې ليکل شوي : (( پاکستاني پوځ يواځې هغه مهال ځوابي بريد کړى،چې ددوى پر سرحدي کليو او دپوځ پر پوستو ترهګر بريدونه وکړي او بېرته دګډې پولې پر لوري تښتي.))د پاکستان پوځ په ياده غونډه کې ادعا کړې، چې تراوسه له افغان خاورې ١٣ دا ډول بريدونه ترسره شوي، چې وروستى بريد يې د تېرې اګست مياشتې په ٢٣مه ترسره شوى وه.پاکستان پوځ هغه ادعاوې په کلکه رد کړې ،چې ګوندې دوى پر افغان ځواکونو او يا هم ملکي وګړيو بريدونه کوي او هغوى ته مرګ ژوبله اړوي.په خبرپاڼه کې راغلي،چې په ياده غونډه کې پر نورو سرحدي موضوعاتو هم په تفصيل سره خبرې وشوې.د پاکستان دپوځ د نظامي عملياتو قوماندان له افغان پلاوي مننه کړې، چې ددوى بلنه يې ومنله او په دې غونډه کې پرېکړه شوې، چې دا ډول غونډو ته به ادامه ورکوي.دافغانستان د دفاع وزارت مرستيال وياند جنرال دولت وزيري پاکستان ته دپلاوي سفر تاييد کړ، خو نور معلومات يې ورنکړل.دغه غونډه په داسې حال کې شوې،چې له تېرو څو مياشتو راهيسې دپاکستاني پوځ لخوا پر کونړ د بريدونو لړۍ روانه ده، چې د ځايي چارواکيو په وينا، تراوسه په دې بريدونو کې ٥٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ کډوالې شوې دي.دغه راز تېره اونۍ د ننګرهار ولايت قومي مشرانو او چارواکيو هم وويل ،چې پاکستانيو ځواکونو ددې ولايت پر ګوشتې او لعلپورې ولسواليو د توپچي ډزې پيل کړې او د سرحدي کليو اوسېدونکو ته يې د کډې کولو ګواښ کړى.د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيران او دننګرهار والي ګل اغا شېرزي درې ورځې مخکې ګوشتې ولسوالۍ ته سفر وکړ او ګواښ يې وکړ، چې که دا ستونزه د خبرو اترو له لارې هواره نه شي، نو دوى به ځوابي پوځي غبرګون وښيي.