کابل:پرون ځینورسنیوخبرخپورکړی وو.چي دناټوسازمان عمومي سرمنشي اندرس راسموسن په ډاګه کړي، چې د داخلي بريدونو له زياتېدوسره يې دسرتېرومورال ټيټ شویدی،او دې کا رسره شایدچې دناټوځواکونه له ټاکل شوي مهال وېش څخه مخکې له افغانستان څخه ووځي. خو نن بیا ناټو هغه راپورونه ردکړل، چې ګنې دافغان ځواکونوله لوري پربهرنیوپوځيانودبریدونودډیریدوله امله ممکن له ۲۰۱۴کال وړاندې خپل ځواکونه له افغانستانه څخه وباسي.د ټاکلي مهال وېش له مخې، ناټو بايد د ٢٠١٤ زېږديز کال تر پايه پورې خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي.
بل خوا په بروکسل کې د ناټو یو ویاند دغه ډول راپورونه ردکړل او ویې ویل، چې ناټودافغانستان په هکله په خپله ستراتيژۍکې هیڅ ډول بدلون نه دی راوستي.دناټو ویاند وویل، چې پر بهرنیوځواکونودافغان ملګرو له لوري د بریدونو ډیریدل، له افغانستانه دناټوځواکونوله وتلوسره هیڅ تړاونه لري.
سپينې ماڼۍ هم پرون اعلان وکړى،چې داخلي بريدونه له افغانستان څخه دامريکايي ځواکونودوتلوپرمهال وېش باندی هېڅه اغېزه نشي کولای.
دکره مالوماتوله مخي دروان کال له پيل راهيسې دافغان ځواکونوله خواد ناټو پرسرتېرو دبريدونولړۍ ډیره شوېده؛ په دې کال کې تراوسه شاوخوا ٣٥ دا ډول بريدونه تر سره شويدی، چې له امله يې ٥٣ بهرني سرتېري وژل شوي،او وژل شوی سرتیری زیاتره امريکايان دي.
داخلي بريدونو افغان، ناټو او امريکايي چارواکي هم اندېښمن کړي دي؛ د امريکا ددفاع وزير پرون د ټېلېفوني پرلیکه د افغانستان د دفاع اوکورنيو چارو وزيرانوسره د دې بريدونو دمخنيوي په اړه خبرې کړیدی.