کور / سياسي / د م.م. عمومي غونډه او د افغان چارواکو کمزوری دریځ

د م.م. عمومي غونډه او د افغان چارواکو کمزوری دریځ

کابل : ۱۳۹۱\۷\۱۰لمريز – ۱\۱۰\۲۰۱۲ زېږديز

تیره اوونۍ د ملګروملتونو اووشپیتمه کلنۍ عمومي غونډه تر سره شوه. په دې غونډه کې د نړۍ د شاوخوا ۱۲۰ هیوادونو ولسمشرانو، لومړیو وزیرانو، د بهرنیو چارو وزیرانو او نورو جګپوړو چارواکو ګډون کړي وه. ولسمشر حامد کرزي په خپل وار د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته وینا وکړه. د پاکستان له خاوری پر کونړ ولایت راکیټی بریدونه، له تور لست څخه د ځینو طالب مشرانو د نومونه ایستل، د سولې په پروسه کې د پاکستان همکاري او دا چې د ترهګرو مرکزونه د افغانستان له پولو بهر دي، د نوموړي د وینا مهم ټکې ول. یو شمیر افغان شنونکي د افغانستان واقعیتونو ته په کتو سره د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ولسمشر کرزي دریځ ډیر ضعیفه بولي او وايي نوموړي و نشول کړای چې د افغانستان د خلکو غوښتنې او اړتیاوې په هغه بڼه چې اړتیا یې وه، له نړیوالو سره شریکې کړي.

ولسمشر کرزي په خپله وینا کې وویل که د افغانستان پر خاوره د پاکستاني ځواکونو بریدونه دوام وکړي، نو دا به د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکي خراب کړي. شنونکي وايي، پاکستاني ځواکونه له شاوخوا یوه کال راهیسې نیغ په نیغه د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت تیری کوي او د افغانستان پر خاوره هر ورځ لسګونه توغندي توغوي. خو د هیواد لومړی کس یوازې پر دې بسنه کوي، چې د دغو بریدونو دوام ښايي اړیکي خراب کړي. هغه د پښتو متل دی، چې وايي « یو پټی ریشقه یې وخوړه، د یې لا مږه بولي».

پاکستاني ځواکونو په تیر یوه کال کې د افغانستان پر خاوره تر ۵۰۰۰ ډیر توغندي ورولي، لسګونه بې ګناه افغانان یې وژلي، د هغوي کورونه او استوګنځایونه یې نړولي، میلیونونه افغانۍ زیان یې ور اړولی او لسګونه زره کسان یې له خپلو پلرنیو کلیو او کورونو څخه ګډې کولو ته اړ کړي، خو د حیرانتیا خبره دا ده، چې ولسمشر کرزی لا هم اړیکي خراب او خړ پړ نه بولي. شنونکي وايي، په ملګرو ملتونو کې د افغان ولسمشر او د هغه د بهرنیو چارو د وزیر زلمي رسول همدا کمزوری دریځ د دې لامل شو، چې پاکستاني ځواکونه پر کونړ سربیره د ننګرهار پر سرحدي ولسوالیو هم د توغندیو بریدونه پیل کړي.

د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان په پرتله د پاکستان دریځ خورا پیاوړی و. په داسې حال کې چې پاکستان په ښکاره په خپله لمن کې ترهګر روزي، هغوي تجهیزوي او په افغانستان کې پر افغان او نړیوالو ځواکونو او دیپلوماتیکو سیمو د بریدونو پلاونونه ورته جوړوي او ټوله نړۍ هم پرې خبره ده، خو بیا هم پاکستاني چارواکو په خپلو ویناو کې په ټینګه له امریکا څخه وغوښتل، چې ژر تر ژره د دوی په خاوره کې پر ترهګرو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ودروي، ځکه دا بریدونه د دوی پر ملي حاکمیت تیری دی.

د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ولسمشر کرزي د وینا بل مهم ټکی د امنیت شورا له تور لیست نه د ځینو طالب مشرانو د نومونو د ایستلو غوښتنه وه. د ولسمشر کرزي دا غوښتنه هم د ځینو سیاسي کړیو له غبرګون سره مخامخ شوه. دوی وايي ولسمشر کرزي له ځانه د داسې کسانو مدافع وکیل جوړ کړی، چې د هغوي په امر هره ورځ په افغانستان کې ځانمرکي او وسله وال بریدونه ترسره کیږي او لسګونو بې ګناه ملکي افغانانو، ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو ته مرګ ژوبله پکې اوړي. دوی وايي طالبانو تر دې دمه د افغانستان له اوسني نظام سره د سولې لپاره یو کوچنی ګام هم نه دی پورته کړی او تل په زغرده وايي، غوره بولي چې د اوسني نظام پر ځای له امریکا او ناټو سره خبرې وکړي، خو د حکومت لومړی درجه کس بیا هم طالبان خپل وروڼه بولي او له تور لیست څخه د هغوي د مشرانو د نومونو د ایستلو غوښتنه کوي.

ولسمشر کرزي ملګرو ملتونو ته په خپله وینا کې یو ځل بیا دې ته هم اشاره وکړه، چې د ترهګرو مرکزونه د افغانستان له پولو بهر او دا چې افغانان باید نور د ترهګرۍ پر ضد د روانې جګړې قرباني نه شي. هغه په ورته وخت کې د افغانستان د سولې په پروسه له پاکستان څخه د رښتینې همکارۍ غوښتنه هم وکړه. شنونکي وايي د ولسمشر دا څرګندونې له یوې خوا یوه بله نقض کوي او هم له عمل سره توپیر لري. په دې مانا چې ولسمشر کرزی له یوې خوا په غیر مستیقم ډول نړیوالې ټولنې ته وايي، چې ترهګر او د هغوي مرکزونه له افغانستان څخه بهر د پاکستان په خاوره کې دي او تاسې پسې باید هلته ورشئ، او بل خوا بیا له پاکستان څخه غواړي، چې په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې مرسته او همکاري وکړي. شنونکي وايي، ولسمشر پر دې ښه پوهیږي، چې د ده د دولت پر وړاندې جنګیدونکې ډلې په پاکستان کې مرکزونه لري او هلته د روزنې، تجهیز او منظم کیدو زمینه ورته برابره شوې، خو بیا یې هم له دغه هیواد سره د ستراتیژیک تړون د لاسلیکیدو پریکړه کړې ده. دوی وايي له پاکستان سره په داسې حال کې د ستراتیژیک تړون پریکړه شوي ، چې دغه هیواد هره ورځ زموږ پر خاوره لسګونه توغندي راولي، زموږ د حکومت مخالفې وسله والې ډلې روزي او ملاتړ یې کوي، د افغانستان د سولې په پروسه کې همکارۍ ته هیڅ لیوالتیا نه څرګندوي او دمګړۍ د نړیوالې ټولنې له خوا انزوا شوی، یوازې د اسلام اباد په ګټه ده او افغانستان ته هیڅ ګټه نه لري.

د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کې څه په کار وه؟

د افغانستان ستونزې باید په ډیره مدبرانه او جدی توګه د ملګروملتونو په عمومي غونډه کې مطرح شوې وای. باید نړیوالې ټولنې ته په ډاګه ویل شوي وای، چې لا هم په افغانستان کې جګړه روانه ده او افغانان لا هم خپلو اصلی او حقه غوښتنو ته نه دي رسیدلي. نړیوالې ټولنې ته باید په ټینګار سره ویل شوي وای، چې له افغانستان څخه تر وتلو وړاندې باید پر پاکستان فشار واچوي، چې د افغانستان پر وړاندې له دوه مخي سیاست څخه لاس واخلي او د افغانستان د سولې په بهیر کې رښتینې همکاري وکړي.

ولسمشر کرزي باید په خپلو خبرو کې نړیوالې ټولنې ته هغه ژمنې وریادې کړې وای، چې دوی افغانستان ته د راتګ پر مهال له افغانانو سره کړې وې. افغان چارواکو په دې مهمه نړیواله غونډه کې باید د افغانستان په مسله کې ښکیلو هیوادونو ته په زغرده ویلي وای، چې دوی باید یوازې د ځان لپاره جګړه پای ته ونه رسوي، بلکې افغانانو ته هم باید ډاډ ورکړي چې نور به د اور په لمبو کې نه سوځي. افغان ولسمشر باید په دې غونډه کې د نړۍ پر هیوادونو او په ځانګړې توګه پر امریکا، روسیې، چین، انګلستان، هند، پاکستان، ایران په زغرده غوښتي وای، چې په افغانستان کې د سیاسي، اقتصادي او پوځي سیالۍ پر ځای همکاري وکړي او ټول سره خپلې ګټې داسې همغږې کړئ، چې د افغانستان د ملي ګټو او ملي حاکمیت پر زیان نه وي.

په امریکا کې د «سترې لوبې او سیمه ییزو مقرراتو» په نوم په یو تازه چاپ شوي کتاب کې په افغانستان کې د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو او ګاونډیو رول ته ډیره ښه اشاره شوې ده. د دغه مهم کتاب لیکوال الکساندر کولي وايي، د افغانستان په مسله کې د نړۍ ښکیل ځواکمن هیوادونه او د افغانستان ګاونډي په ډیرو برخو کې د خپل نفوذ او پیاوړتیا لپاره له یو بل سره په سیالۍ کې بوخت دي او په ډیرو کوچنیو برخو له یو بل سره همکاري کوي. کولي وايي، دغه هیوادونه په هغو برخو کې مرستې کوي، چې غواړي هلته ډیر نفوذ تر لاسه کړي.

الکساندر کولي وايي موږ باید له یاده ونه باسو، چې د نړۍ دغه زبرځواکونه په سیمه کې بیلابیلې موخې تعقیبوي، خو دوی باید په خپلو کې همکاري او ګډپوهاوی ولري. دی زیاتوي، «د امریکا متحد ایالتونه هڅه کوي، چې په افغانستان کې د خپل ماموریت لپاره د امنیت او لوژیستیک په برخو کې د سیمې د هیوادونو همکاري ترلاسه کړي. چین اقتصادي برخې ته لومړيتوب ورکوي او تر اوسه یې د سیمې له څو هیوادونه سره ستر اقتصادي تړونونه لاسلیک کړي دي. دغه هیواد همدا راز هڅه کوي چې په ګاونډ کې یې ثبات او پرمختګ واکمن وي. روسیه بیا په سیمه کې د خپل باور او حیثیت د ترلاسه کولو په فکر کې ده او هڅه کوي د یوه ځواکمن هیواد په توګه خپل دفاعي دریځ پیاوړي وساتي.» کولي وايي «روسیه غواړي د خیتځ پر لور حرکت وکړي او له امریکا او چین سره په سیالۍ کې په پاکستان کې ځان ته ځای پیدا کړي. که څه هم امریکا او چین نه مني، چې د پاکستان پر سر په سیالۍ کې کیوتي دي، خو پاکستان په خپل وار له دغو دواړو هیوادونو سره لوبه پیل کړې ده. تاسې به وګورئ، چې روسیه هم ډیر ژر د ارام سمندرګي او سویلي اسیا په سیمو کې د نفوذ ترلاسه کولو ته لومړیتوب ورکړي.»

نو څرګنده ده، چې په داسې یوه پیچلي سیاست او د تاریخ په دې حساس پړاو کې د افغانستان له اوسنۍ ادارې څخه د ښه مدیریت او پر چارو د کنټرول هیله بې ځایه ده. د نړۍ د زبرځواکونو او د سیمې د پیاوړو هیوادنو له ګټو سره د خپلو کټو همغږي کول یوه پیاوړي او مدبر مشرتابه او کارنده ادارې ته اړتیا ده. که د افغانستان په اوسنۍ اداره، سیاستونو او مشرتابه کې بدلون رانه شي، نو خدای مکړه د نابودۍ داسې کندې ته به مو ور واچوي، چې ژغورل به مو بیا ناممکن وي.