نن می بیا چی کله سهار خپل کمپیوټر خلاص کړ نو لکه د تیری په شان چی کله هم یو ښه خبر پکی نه تر سترګو کیده نو یوه بله دردناکه متن په لوستو می بله یو د نا امیدی او بی وسی احساس وجود ولرزاوه او ددی هیواد او خلکو بد تقدیر په سوچونو کړم.
نن تقریبا ټولی رسنی خپل سرلیک کی را اخیستی وی چی کرزی د پاکستان سره ستراتیژیکی قرارداد تر نامه لاندی د ډیورند کرښه امضاء کوی، ځینو لا لیکلی دی چی آن یو کال مخکی ددی کرښی اسناد د امضاء لپاره برابر شویدی.
دا کومه اتفاقی کار نه دی، ددولت هغه مخالفی ډلی چی د شمالی ټلوالی څخه تشکیل شوی دی له پخوا څخه دی فیصلی ته رسیدلی چی د دیورند کرښه به یو خواته کوې معنی دا چی پاکستان ته به یی سپاری، خو دا نه ددوی حق دی او نه دوی ددی صلاحیت لری، دوی چی ځان افغانان نه بولی او وایی چی (ما افغان نیستیم و ما افغانستانی هستیم) نو په کوم جرت سره دا د لر او بر پښتنو حق اخلی، دوی که په دی سوچ کی وی چی پښتون قوم له ځان څخه بیل کړی او ځان به خوشبخته کړی خو دا به ددوی یوه غټه تیروتنه وی او که دا سوچ یی په سر وی چی د پاکستان د آی اس آی څخه ځان خلاص کړی دا به یی بله غټه اشتباه وی، د پاکستان اصلی مقصد دادی چی د افغانستان نوم له نقشی لیری کړی یوه برخه یی د خپل هیواد سره او نوری برخی له نورو ګاونډیو سره وویشی، هغه خو ستا له دغه پریکړی څخه چی ( ما افغان نیستیم) ډیره ګټه پورته کوی.
ما په روحی سایت کی د روسی کارپوه کنیازوف تبصره هم ولوسته چی په همدی اړه یی لیکلی دی، په لر او بر کی د بسمل صاحب د سترګو لیدلی حال کیسه هم، په کابل او شمال کی د شمالی ټلوالی حاکمیت او زورواکی، د نویو مقرر شویو وزیرانو معمایی معاملی، د استاد ربانی په نوم د کندهار هوایی ډګر نومول بیا د کابل د تعلیم او تربیی پوهنتون د نوم بدلیدل، د هغو والیانو بدلیدل را بدلیدل چی له ټوپکیانو او زورواکو په ډله کی نه شمیرل کیدل، د هغو والیانو پریښودل او حتی یو پوښتنه هم تری نه کول چی تل ملی ګټی لوټلی دی او د هیواد د مستقبل سره همدا اوس عملآ لګیا دی او لوبی کوی، د پښتنو په سیمو کی پر بیګناه ولس بمباری د هغوی وژل او کورونه یی تالاشی کول، پاکستانی سیال سره د حکومت مخالفی ډلی کتل او د هغه سره په پاکستان کی د ملاقات کولو نیټه ایښودل، پر کونړ او نورو شرقی ولایتونو د دومره مظاهرو او نیوکو سره سره د پاکستان د راکټونو باران او ددولت چوپتیا، د بهرنیو هیوادونو له خوا قومی او ژبنی تعصبونو ته لاره هوارول او کار کول او بالآخره دا ټول د قدرت په سر ناندری، د هیواد ویش او ټولی بدبختیو کی خاماخا یوه لویه کیسه پرته ده، که چیری په ځیر سره دغو ټولو ټکو ته وګورو نو د نورو لاملونو ترڅنګ یوه لویه خبره پکی د ډیورند مسله ده، چی د پاکستان د موضوع اصلی اجندا جوړوی او پاکستان تل په کوښښ کی ده چی له هری لاری وی خپلی موخی ته ځان ورسوی، که دا کار پاکستان پر افغانستان وکړی نو کرزی به د یو لوی ملی خاین نوم ځان ته وګټی، د ډیورند پوری غاړه پښتنی خوځښتونه به لانوره ګړندی شی او بلوچستان به یو ځل بیا ونه غواړی چی د هغوی پر سر معامله وشی.
لکه څنګه چی تجربو ښودلی نو کرزی که دا معامله وکړی نو خاماخا وروسته له دی پریکړی او قرارداد لاسلیک څخه د پاکستان له لوری ووژل شی ځکه هغوی به بیا ونه غواړی چی کرزی وروسته د خپل لاسلیک څخه دا دعوا وکړی چی فلانی او فلانی دا کار راباندی په زوره وکړه او یو ځل بیا دا کرښه لانجمنه پاتی شی.
پاکستان په مختلفو وختونو او د افغانستان د هر حکومت په دورو کی د دیورند لویدیځ لور ته یی لکه د دیورند ختیځ لور په شان د غصب لاسونه غزولی او خپلی امنیتی پوستی په کی ځای پر ځای کړی، د مجاهدینو د جهاد په دوران کی د شمشاد ډیرۍ ځایونو کی خپلی امنیتی پوستی ځای پر ځای کړی خو که هغه وخت مجاهدینو د سنګر او د افغانستان دولت سره د جنګ پخاطر دا د وخت یو ضرورت باله نو بیا وروسته د خپل حکومت په دوران کی ولی د هغوی څخه د دی ځای د خوشی کولو غوښتنه ونه کړه؟ او بیا چی کله په ۱۹۹۰ یمو کلونو کی دوی د قدرت پر سر مظلوم ولس یی په وینو ولړل او هیواد یی د څو لسیزو انقلاب په پرتله په ډیره کچه په کنډواله بدله کړه نو پاکستان د وخت څخه په ګټی اخیستنی یو ځل بیا په کیلو مترونو زمونږ هیواد ته داخل شول.
اوس زمونږ ولس او ولسی جرګه باید له کرزی څخه دا پوښتنه وکړی چی د پاکستان سره کوم تړون چی لاسلیک کیږی باید پټ نه وی او ټول جزیات یی په رسمی ډول په دولتی رسنیو کی چاپ شی تر څو عامه ذهنیتونو کی د شک پرده لیری شی او د خلکو په زړونو کی چی د پاکستان په هکله کوم وسوسه وجود لری پاک شی، له بلی خوا دغه تړون به یو روڼ حالت هم ځانته ونیسی او که پاکستان کوم بد نیت ولری نو دا به هم ښکاره شی.
د یو روڼ سبا او آباد افغانستان په هیله