اورکزي ایجنسۍ :اورکزي ایجنسۍ کې د پاکستاني پوځ یو ګاډی په سړک کې پر خښ شوي ماین وربرابر شوی، چې د ځايي چارواکو په وینا د چاودنې له امله يي یو پوځي وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.له دې برید نه وروسته پاکستاني امنیتي ځواکونو د ټانکونو په مرسته د وسله والو په پټنځایونو برید وکړ، چې له امله يي اووه تنه وسله وال ووژل شول.د پاکستانۍ ورځپاڼي ډان نیوز په یوه رپوټ کې ویل شوي، چې په دغه سیمه کې د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو ۱۱۹ تنه وژل شوي او دغه راز تر اوسه پورې په دې سیمه کې ۶۲۲ تنه وسله وال وژل شوي دي. اورکزی ایجنسۍ ناارامه سیمه بلل کیږي، چې له ډېرې مودې راهیسې په کې وسله وال طالبان فعال دي.په دا وروستیو کې دغې سیمې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا په هنګو سیمه کې وسله والو د پولیسو په یوه موټر برید وکړ او د امنیتي ځواکونو درې تنه يې ووژل.په هنګو کې امنیتي ځواکونه په دغه سیمه کې ځای په ځای شوي چې د وسله والو مخالفینو د بریدونو مخنیوی وکړي. وسله والو کسانو د پولیسو پر دغه ګاډي هغه مهال بريد وکړ چې دوی هنګو ښار ته نژدې په کوټکي سمیه کې ګزمه کوله.