د پاکستاني طالبانو تحریک وايي چې وزیرستان ته په لاریون د عمران خان د ورتګ په اړه یې وروستۍ پرېکړه کړې خو د خپلې فیصلې نتیجه به تر لاریون یوه ورځ مخکې اعلان کړي.د طالبانو د تحریک ویندوی احسان الله احسان د بي بي سي اردو ته وویل چې په دې اړه د دوی د مرکزي شورا په غونډه کې پرېکړه وشوه.ده وویل چې په غونډه کې د تحریک طالبان مشرانو وزیرستان ته د تحریک انصاف د مشر عمران خان له سفر سره موافقه وکړه خو په دې اړه چې نوموړی دې په لاریون وزیرستان ته ورشي، د پرېکړې اعلان تر لاریون یوه ورځ وروسته کېږي.ښاغلي احسان وویل چې تر ټاکلي وخت وړاندې د فیصلې په اړه چې مثبته او که منفي ده څه نه وايي خو دومره ویلی شي چې په دې برخه کې پرېکړه شوې ده.تر دې مخکې طالبانو ویلي و چې عمران خان لیبرال او د امریکا او اروپا تالي څټی دی.ټاکل شوې ده چې عمران خان د خلکو په یوه لوی لاریون کې د اکتوبر په اوومه نېټه له ډېره اسماعیل خان څخه د وزیرستان کوټ کايي سیمې ته روان شي