بنو – د ټولو قبایلي سیمو د جرګې ۱۶ کسیزې کمېټۍ غړو د خيبر پښتونخوا په بنو کې لویه جرګه کړې ده.دا جرګې له مودې راهیسې په بېلا بېلو سیمو کې روانې دي.د جرګې موخه په راتلونکې کې د قبایلي سیمو د سیاسي او انتظامي حیثیت په اړه پرېکړه کول دي.جرګه له اتمانزیو او احمد زیو وزیرو مشرانو سره شوې ده چې په کې له شمالي وزیرستان راغلیو قبایلي مشرانو ګډون کړی دی.د جرګې پر مهال په بحث کې زیاتره قبایلي مشرانو وویل چې د قبایلي سیمو راتلونکې پرېکړه به ((په غره کې مېشت قبایلیان کوي)).دوی وویل، د قبایلي سیمو ځانته حیثیت غواړي.د ټولو قبایلي سیمو لویې جرګې غونډې به په راتلونکې کې د لکي مروت او کواټ په نیمه قبایلي سیمو کې کېږي.تر دې وروسته به آخري لویه جرګه په پېښور کې کېږي