په هرات کې ګڼ شمیر پروژو افتتاح او په زرګونو ښوونکو ته د هستوګنې نومرې ویشل شوې.
د ولایتي سفرونو په ترڅ کې د پوهنې وزیر د یوه لوړپوړي پلاوي سره د هرات لرغوني ولایت ته د ګڼو ساختماني پروژو د افتتاح، ښوونکو ته د زرګونو نمروو د ویش او ددغه ولایت د پوهنې د وضعیت د ارزونې په موخه هرات ولایت ته سفر وکړ.
د پوهنې وزارت د ویاند له دفتر په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه سفر پوهنې ته د ټولو افغان ماشومانو د لاسرسي او د ملګرو ملتونو د درېیمې زریزې د پراختیايي اهدافو(پوهنه د ټولو لپاره) او په ولایتي کچه د پوهنې د نظام د څرنګوالي د ارزولو په موخه تر سره کېږي.
اعلامیه لیکي چې د پوهنې وزیر به په دغه سفر کې د پوهنې د کیفیت د پراختیا په تړاو هغه مهم ملي پلانونه اعلان کړي، چې د 1393 کال تر پایه، د نړیوال بانک له خوا 250 میلیونه امریکایي ډالره مرسته د پوهنې د کیفیت د پراختیا په موخه د پوهنې وزارت ته ورکول کیږي.
اعلامیه کاږي: (( د نړیوال بانک له دغو مرستو څخه به په هرات ولایت کې لس مهمې ساختماني پروژې د 1,412,000 ډالرو په لګښت بشپړې،4,680,000 ډالر به د ښونکو، امرینو او مدیرانو د ظرفیتونو په لوړولو ولګول شي او 550,000امریکايي ډالرو په لګښت به ددغه ولایت استادانو ته د ماسټرۍ پروګرامونه چمتو شي. ))
اعلامیه زیاتوي: ((له دغو مرستو څخه 300 زره ډالر د دارالمعلمینونو د الحاقیو په جوړلو، د 180 زره ډالر د 18 بابه ښوونځیو لپاره د څښاک اوبو او نور صحي لوازمو؛ او په دغه ولایت کې 14 بابه نورو ناتکیمله پروژو په بشپړولو ولګول شي. ))
د پوهنې وزارت د ویاند له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې چې د پوهنې وزیر به د ښوونکو نړیواله ورځ د هرات له یو شمېر ښوونکو سره په ګډه ولمانځي. په همدې ترڅ کې به د ښوونکو لپاره د زنده جان په ولسوالۍ کې په ځانګړي شوي پنځم ښارګوټي کې د استوګنې د 3, 554 نمرو د وېش لړۍ په ښوونکو د قبالو په وېشلو سره پیل کړي. او ددې کال تر پایه به په 9 نورو ولسوالیو کې هم د ښوونکو لپاره ښارګوټي پرانیستل شي.
د یادونې وړ ده چې د پوهنې وزیر به د خپل سفر په پای کې د هرات د پوهنې د ملاتړ د زرګونو شوراګانو ولسي غونډې ته وینا وکړي او د پوهنې د لا پراختیا په تړاو به د خلکو په همکارۍ ټینګار او ددغه ولایت له ملي پانګوالو به د پوهنې د هر اړخیزه ملاتړ غوښتنه وکړي.