کور / سياسي / زوی ته مې څه ووایم؟

زوی ته مې څه ووایم؟

د تلې ۴مه،۱۳۹۱

کوچنی زوی مې ډېرې پوښتنې کوي.کله ورته زه هم بې ځوابه شم. راته وایي: دا اسمان د چا دی؟ ورته وایم زموږ د وطن. راته وايي: دا طیارې د چا دي؟ ورته وایم د پردیو. راته وايي: نو پردۍ طیارې زموږ اسمان کې څه کوي؟ زموږ چېرې دي؟

ورته بیځوابه شم.

راته وايي: طیارې چا جوړې کړي؟ موټر چا جوړ کړي؟ ټلویزیون چا جوړ کړي او… ورته وایم کاپرو.

راته وایي: مسلمانان یې ولې نشي جوړولی ؟ ورته بې ځوابه شم.

راته وایي: طالبان مسلمانان دي ؟ ورته وایم هو. راته وایي: ملي اردو او پولیس کا پر دي؟ ورته وایم نه، هغوی هم مسلمانان دي.

راته وايي : ولې یو بل وژني؟ ورته بې ځوابه شم.

ټلویزیون کې خبرونه واوري او بیا راته وایي: دا ماشومان چا مړه کړل؟ ورته وایم بمبار کې مړه شول. راته وایي: بمبار چا وکړ؟ ورته وایم: کاپرو.

بل خبر واوري، راته وايي: دا ماشومان چا ووژل؟ ورته وایم ماین ووژل ، ځانمرګی برید ووژل. راته وایي: ماین چا ایښی و؟ ځانمرګی برید چا وکړ ؟ ورته وایم، د دولت مخالفانو.

راته وايي: مخالفان کاپر دي ؟ ورته وایم نه .

راته وایي ولې مسلمانان او کاپر دواړه موږ وژني؟ ورته بې ځوابه شم.

راته وایي….

ملګرو!

که تاسو سره د دغو پوښتنو ځوابونه وي را سره شریک یې کړئ، نور خپل واړه زوی ته مخ نه لرم.