کور / هراړخیز / پروفیسر رباني او ډاکټر نجیب الله

پروفیسر رباني او ډاکټر نجیب الله

د الیکنه د محور په ننۍ ګڼه کې خپره شوې ۶/۷/۱۳۹۱

باز یګر چې د بازیو صندوق وا کا
په یوه زمان کې څو بازي برپا کا
نندارچې چې ورته ګوري حیرانیږي
بازیګر چې په بازیو کې بلا کا
خوشال بابا

د کائناتو د اروا کشف، یوه ناحله پیچلې معما، د وجود او هستۍ راز، یوه دایمي ورکه.

د انسان د خلقیت کیفیت، په دې باب د تفکر نتیجه حتمي لېونتوب دی.

تر اوسه لا چا ثابته کړې نه ده، چې انسان یې وپېژاند، د انسان زرګونه، زرګونه جلوې او په همدې کمیت تیارې د تحیر حراء ده.

د انسان باورونه، فکرونه، ارمانونه، نظریې او تمایلات بیاـ بیا او بیاـ بیا زاویې بدلوي.

د انسان په باور پرون ډېر څه ول خو نن نشته.

د همدغه بنیادم په ګروهه چې د تېر لمن تشه توره وه خو د حال پیمانه لبرېزه ده.

ښايي د نني انسان د کش و پش راز د هغه په پلان او پروګرام کې وي. خو ډېر شمېر تصادفات هم د همدې واقعیت یو ضروري اړخ دی.

موږ خو هسې هم د پلان زامن نه یو، ژوند مو توکلي، قلندري یانې تصادفي دی، که مو د کمال کړنه وکړه، خپله کلانکارې یې ګڼو خو که مو سره ولړله نو بیا یې پر تقدیر ان مخامخ خدای تاوانوو.

ښايي په دغسې غیبي ژوندانه کې تصادفي پېښې توجه ډېره جلب نه کړي، خو په روانه یوه اونۍ کې زما پآم په ما پورې اړوند ځینو تصادفونو جذب کړ.

له کندهاره مې کابل ته د پوهنتون تبدیلي واخیسته، په شنبه چې باید د درېیم ټولګي په شپږم سمسټر کې کښېنستلی وای، چې د تعلیم او تربیې پوهنتون مخته له ټکسي کښته شوم، ګورم چې یو لښکر محصلان راکوړه دي، د درس نه ویلو اعتصاب یې کړی.

ټول د پوهنتون دروازې سر ته په کرکه ګوری، ما هم ور وکتل: (( پوهنتون شهید صلح پروفیسر برهان الدین رباني)) ، څه به له مصلحته کار اخلم، په ما کې هم د نفرت دوږخ و اېشېد. او په خپله ټوله اراده د مظاهرې برخه شوم.

غرمه مهال د مظاهرې له خو تنو نمایندګانو سره د پوهنتون ریاست ته ورغلم، د پوهنتون رئیس، د لوړو زده کړو وزارت مرستیال، امنیتي مسول یو نیم بل ټیټ و پاس چارواکی ناست، دوی ټولو په دموکراته ټولنه کې مظاهره د خلکو حق ګڼله، او د ننۍ هغې سوله ییز اړخ یې ستایه، خو په بیا ـ بیا یې د نوې نوم اېښودنې توجیه کوله، مګر محصلانو لکه چې دا توجیه په ډېره سړه سینه نه اورېدله، ریس یو عمر خوړلي خريلي ته مخ ور واړواه، ویل دا کس نه پوهیږم څوک، د تحصیلات عالي د تحریراتو او نېخه بل څه شي یو شی دی، په دې حساب نو تقریبا د معارف پلار ورته ویلای شو، ما چې پر تقریبي پلار فکر وکړ، نو بل وریانټ مې یې د مور مېړه پیدا کړ، که مې د نښې منځ ویشتلی وي نو د معارف د مور مېړه په محصلینو د دغه نوي نوم اېښودنې د مننې په هڅه کې وویل: (( شما همه محصلان فرزندان همین پروفیسر شهید هستین و…))ښه باجرئته و، تقریبي زامن نه بلکې سم دم یې ور زامن کړو. وايي، زه دې پر پیري شک لرم، ته مریدان نیسې.

په یکشنبه مو د پوهنتون له مخې تر پارلمانه لاریون وکړ، هلته یوازې رمضان بشردوست راووت، ویل: (( په پارلمان کې ټول غله ناست دی، حکومت ټول فاسد دی.

شخصیتونه ټول ثابت نه دي، د کابل د شمال قهرمان د جنوب لپاره قاتل دی، د جنوب اتل د شمال جنایتکار دی.

ستاسو مظاهره برحقه ده زه مو تائیدوم، پارلمان محصاره کړئ، چې پرې یې نږدئ، دلته ورته واړوئ، له لوږې مړه شئ، خو له هدف څخه تېر نه شئ، او سل نورې خبرې.))

په دوشنبه مو بیا له هماغه ځایه تر هماغه مارش وکړ، د کندهار وکیل حمیدزی لالی راغی، هغه هم پارلمان او حکومت ښه وښکانځه، د مظاهره چیانو زړونه یې وګټل ولاړی.

په سه شنبه بیا له هماغه نقطې د ولس پر کور ورغلو، سلګونه کسان، نجونې او هلکان ، ډېر واټن دی، نن نو په ټولو پسې پښې څکېدلې، د نجونو چپلکې شلېدلې په لاس کې لڅې پښې روانې وې، بیا لالی راغی، د ملاتړ اعلان یې وکړ، څو لاریونیان یې ورسره ننیستل، چې د ولسي جرګې له مشر سره وګوري.

تر اوسه لا نتيجه مشخصه نه ده، خو محصلان وچ ولاړ دي، چې موږ د شهید صلح پروفیسر برهان الدین رباني تر نامه لاندې نه تېریږو راتېریږو.

دوی چې په خیال کې راګرځوي، چې د رباني تر نامه لاندې به دپلوم اخلي، لکه د کفر سند چې په قبلوې، سم دم د کفر سند.

د همدغې سه شنبې په ماښام په کابل نیوز تلویزیون کې پر همدغه موضوع بحث و، یو مېلمه یې د جمعیت ګوند غړی او د ولسي جرګې وکیل قاضي نذیر حنیفي د تورن اسماعیل خان و، ده وفرمایل: (( دا چې پر یوه پوهنتون د استاد نوم اېښودل شوی، دا د استاد تحقیر شوی، ځکه هغه تر یو پوهنتون ډېر لوړ و. له دې نامه سره مخالفت د یوه وچ تعصب پر اساس دی. دا د کوڅې یو څو تنه د محصلانو په نامه راغلي او طفلانه مخالفت کوي. استاد له دې پرته چې د عالم اسلام یو عالم و، له دې پرته چې د جهاد او مقاومت یو رهبر و، له دې پرته چې د سولې د عالي شورا مشر و، له دې پرته چې د سولې شهید دی، اویا علمي آثار لري، چې په پوهنتونونو کې تدرسیږي.))

د بحث بل ګډونوال د تلیفون پر کرښه حمیدزی لالی و، هغه وویل: (( چې افغانستان خو دا یو شهید نه لري، که داسې د هر شهید نوم پر علمي موسسو کښېږدو نو یو ځای به هم را ته پاته نه شي، بیا نو مجبوره یو چې د شهید ډاکټر نجیب نوم هم پر یوه پوهنتون کښېږدو او…))

دا چې لالي په شهادت کې ډاکټر نجیب د استاد رباني هم مقامه وګاڼه پر محترم حنیفي لکه د سکروټو باران چې دې وکړ او چې ښه واېشېدی، او اېشېدی، خو بل وار لالي بیا په لا وضاحت او ټینګار سره ډاکټر نجیب د افغانستان لوی شهید وباله.

جالب تصادف خو دا دی، چې دا سبا ورځ چهارشنبه د میزان پنځمه د ډاکټر نجیب الله شپاړسم تلین و، او غیبانه پر صبا ټلویزیون پېښ شوم، چې د ډاکټر نجیب الله پر مرګ او ژوند یې مستند فلم خپراوه.

فلم جالب و.

حیرانوونکی و

ژړونکی و

او لړزوونکی و.

په فلم کې لیکوال او ژورنالیست رزاق مامون اسناد ښوول، چې له مخې یې ډاکټر نجیب باید د طالبانو د استخباراتو اوپراتیفي معاون غرزي خواخوږي، د کرنیل امام په ټونګ وژلی وي، خو غرزي خواخوږي له کوم بهرني هېواده پر تلیفون دا اسناد جعلي بلل، اسنادو شهنواز تڼی هم دده قاتل باله خو هغه نه بلکې مرستیال یې دا تور رداوه، او ډېرې نورې جالبی خبرې.

یوه بله دا وه، چې د ډاکټر نجیب لور ((هیله نجیب)) له هندوستانه پر سکایپ ږغېده یو ارمان یې دا و، چې د پلار زیارت ته ورشي خو پلار یې ډاکټر نجیب الله، د افغانستان هغه ریس جمهور، چې شپږ کاله د ټولې نړۍ د تمرکز نقطه و، د پکتیا په غېږه کې د خاورو په یوه ډېره عادي کوټنۍ کې پروت و، دا صحنه د رغم نه وه، خو لیدل به دې.

بله اور غورځوونکې پرده یې دا وه، چې ډاکټر نجیب په آریانا چوک کې د زمانې په ټوله ګرمي سره و یوې بېساري پراخې پوځي کتلې ته د پاکستان پر ضد د مارش حکم کوي، ستا څخه د کفر او سلام محاسبه هېروي، دا چې د کابل له غېږې د اسلام آباد مخامخ دښمنۍ ته مخامخ ځواب ویل کیږي، بس دا کفایت کوي.

دا مارش هغه مهال رهبري کیږي، چې اسلام آباد د کابل سوځولو ته اړم دی.

څه ډول سوځول؟

هغه سوځول او هغه پروژه، چې د هغه مهال د ISI مشر اختر عبدالرحمن یې له جنرال ضیاءلحق سره د الوتکي د لوېدو په نتیجه کې ارمان ګور ته وړی و.

کوم ارمان؟

هغه ارمان چې په ډېره عقده من انداز به یې همیشه ویل: (( کابل باید وسوځي او تبا شي))

او دا ارمان یې د ده د ادارې د افغاني څانګې مشر او دافغان شوروي جنګ رهبر او کنټرولر ډګروال یوسف پوره کاوه، او بالاخره یې پوره کړ.

په دې باب مو د (تلک خرس) ټول ماغزه روښانولای شي.

د فلم په استناد کله چې ډاکټر نجیب د ملګرو ملتو په دفتر کې په عبادت، تلاوت، مطالعه، لیکنه او سپورټ بوخت و، کابل سوځېده، تبا کېده ، یو مخ نړېده، ډګروال یوسف د اختر عبدالرحمن ارمان په ګور کې پوره کاوه، او دا زموږ د (شهید صلح پروفیسور برهان الدین رباني) د واکمنۍ دوران و.

بالاخره ډاکټر نجیب پر اریانا چوک د بې عزتۍ په کمال اراده سره راوځړېد او هغه دوږخ چې له همدغه چوکه د ده د مارش په حکم سره د پاکستان پر ککره تخلیق شوی و، سوړ شو.

د کابل سا وخته او اسلام آباد د شوري اتحاد د ماتې اتل او ا ټومي ځواک څښتن شو.

امریکا په کې زبرځواک شو،د نړیوال امپرالیزم جبار ګام د نړۍ پر مرۍ کښېښول شو، نړۍ زندۍ شوه، او افغانستان سره تبۍ.

زه کله – کله د چیغو او غرغرو په موډ کې شم، خو د قسمت خبره ده، چې بستر راته برابر نه وي، یو وار چې د لویې برتانیې په زړه کې زما روح الله نېکپا برتانیه وهله، له خوشالۍ مې چیغو ته زړه په چیغو چیغو شو، خو د ماحول تقاضا نه و، بس په یوه لیکنه مې سوده وکړه.

د دغه فلم په لېدو مې د لا ډېرو بغارو اور په کوپړۍ کې بل شو، خو نه کېده په خپل ټول هنر، بس پټ پټ مې وژړل، وژړل او وژړل.

ننګ یې بولئ که بې ننګې ښه مې وژړل.

خو ګورئ دا څه عادي ژړا نه وه.

دا ژړا هماغه د انسان د بې ثباتۍ، تحول، بدلون او حیرت انګېزه خلقت بېلګه وه.

دا ژړا بېلا بېل برداشتونه لرلای شي، دا ژړا بلا مفاهیم ښندي د دې ژړا ډېر اړخونه ننداره کېدای شي، دا ژړا له څو زاویو د تعمق وړ ده.

بل تصادف او ورسره تعجب!

زه د یوې مجاهدې کورنۍ غړی وم، زما ورونو په هغه جبهه کې جهاد کاوه، چې له جمعیت ګونده تغذیه کېده، یا تعجب!

زه نن د خپلو یو څلورو د کوڅې محصلینو سره (!) د هماغه ګوند د رهبر له نامه سره د وچ تعصب له مخې طفلانه مخالفت کوم (!) او وچ ولاړ یم تر دغه لوحه لاندې وتلل ننوتل راته شین کفر ایسي، (نعوذ بالله)،د ډاکټر نجیب الله پر فلم ژاړم. (سبحان الله)، لالي ته ډاکټر نجیب الله او استاد رباني هم مقامه شهیدان ایسي، (الحمد لله)، حنیفي صاحب ته له استاد رباني سره د ډاکټر همرنګه کول د لوی افسوس خبره ده،(استغفرالله).

انسان د فطرت د عجایبخانې جالبه جلوه ګر دی، (ماشاء الله).

او موږ به د ويښتیا، روښانتیا او بدلون په پایله کې د یوه ودان افغانستان ستر ارمان ته رسیږو، (ان شاء الله).