کور / خبرتیا او پيغامونه / د ښوونې او روزنې پوهنتون د نامه د اړولو په هکله

د ښوونې او روزنې پوهنتون د نامه د اړولو په هکله

د افغان کلتوري ټولنو جرګې اعلاميه

له بده مرغه د افغانستان حکومت له يولسو کلو راهيسې د ځانګړو کړيو د خوشالۍ لپاره د افغانستان پر واټونو، ښوونځيو او نورو ملي بنسټونو د اوسمهاله تاريخ د متنازع فيه او لانجمنو شخصيتونو نومونه ږدي، چې د افغانستان د وروڼو قومونو تر منځ د زړه بداوي او نفاق لامل ګرځي. په همدې لړ کې د وږي مياشتې په ۲۹ نېټه د ولسمشر کرزي له فرمان سره په کابل کې د ښوونې روزنې پوهنتون د اسلامي جميعت د متوفی مشر برهان الدين رباني په نامه ونومول شو. لکه څنګه چې اټکل کېده د ياد پوهنتون زده کوونکو او استادانو د دغې نومونې پر وړاندې سخت غبرګون وښود او دا ده يوه اونۍ کېږي چې د ښوونې او روزنې پوهنتون زده کوونکو او استادانو په پرله پسې لاريونونو لاس پورې کړی دی، درسونه په ټپه ولاړ دي او تدريسي چارې ګډوډې شوې دي. که څه هم د ښوونې روزنې پوهنتون زده کوونکو وښودله چې د دوی غبرګون ډېر سوله ييز او بشپړ مدني دی، خو له بده مرغه تر اوسه هم د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ويل شوی.

د افغان کلتوري ټولنو جرګه، چې د ښوونې او روزنې د پوهنتون د تدريسي چارو د ځنډ او د زده کوونکو تر منځ د تاو تريخوالي له امله اندېښمنه ده، له حکومتي چارواکو کلکه غوښتنه کوي چې د تاو تريخوالي د مخنيوي لپاره دې د زده کوونکو مدني غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي او د پوهنتون پخوانی نوم دې پر خپل ځای پرېږدي.

همداراز لکه څرنګه چې ولسي جرګې پرېکړه کړې، چې له ۱۳۵۷ کال راوروسته سياسي شخصيتونو په نومونو دې مډالونه او نښانونه نه نومول کېږي، او يا لکه څرنګه چې د پوهنې وزارت د تاريخ په نصاب کې د وروستيو ۳۵ کلو د پېښو له راوړلو ډډه کړې، موږ هم غوښتنه کوو چې د وروستيو ۳۵ کلو د سياسي شخصيتونو په نومونو دې د بنسټونو، سيمو او ځايونو له نومولو کلکه ډډه وشي او د افغان ولس ملي يووالي ته دې نور زيان نه اړول کېږي.

په درنښت

د افغان کلتوري ټولنو جرګه