دمیرویس نیکه جومات خبرتیا
موږ پتېیلې وه دجمعې مباره کې په ورځ، چې داکتوبر له پنځمې نېټې سره سمون خوري دمیرویس نیکه په جامع جومات کې دسولې په اړوند له ښاغلي ډاکترصاحب فاروق اعظم سره سلا مشورې وکړوخو له بده مرغه د محترم ډاکترصاحب دکورنۍ یو غړی ناروغ او ډاکترصاحب فاروق اعظم افغانستان ته نېت وکړ.
موږ له ټولوهغودوستانوڅخه چې زموږ غونډې ته یې انتظارایست دبخښنې ترڅنګ داهیله کوو، چې زموږ راتلونکو غونډو ته په تشریف راوړلو سره موږ خوښ وساتي.
دمیرویس نیکه جومات مشرتابه هیئت
——————————————————————————–
پخوانۍ خبرتيا
دجرمني په بایرن آیالت دمونشن په ښارکې دمیرویس نیکه جومات مسؤلینودراتلونکې جمعې مباره کې په ورځ د یوې مهمې غونډې تابیا کړې ده.
په دې غونډه کې به زموږ دجګړې ځپلي هېواددسولې اوثبات په اړوندبحثونه،سلااومشورې وشي.
زموږ دغونډې مشرمېلمه ښاغلی ډاکترصاحب فاروق اعظم له لندن څخه تشریف راوړي .
محترم ډاکترصاحب به دمیرویس نیکه جوماتوال او نورلرې اونږدې مېلمانه پخپلو عالمانه او ګټوروویناوومستفیدکړي.
ډاکترصاحب فاروق اعظم په پرله پسې ډول دسولې لپاره مختلفوهېوادونوته سفرونه اونه ستړې کېدونکې هڅې کړې، له افغانانوسره یې خپل اندونه اولازمې مشورې شریکې کړې دي.
دیادولوده،چې سږ کال ډاکترصاحب فاروق اعظم له محترم ډاکتر صاحب روستار تره کي سره ګران هېواد ته دپاس ذکرشوي هدف لپارګډسفر درلود.
افغانستان زموږ ټولوګډ کوردی ددې ګډ او نړېدلي کور رغونه په موږ ټولو فرض ده نو ګرانو افغانانو!
راځئ ، چې دګډو مشورو له لارې دخپل ګران افغانستان لپاره دسولې څرک ولګوو.
نېټــــــــــه :
دروان زکال د اکتوبرپنځمه
05-10-2012
وخـــــــــــــــــت :
دجمعې مباره کې له لمانځه څخه وروسته د دو نیمو بجو په شاوخواکې
یادونـــــــــــــــــــــــــــــــــه:
دغونډې په اخېرکې دډوډۍ بندوبس هم شوی هیله ده زموږ دستارخوان نورهم دروندکړئ
پتــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه :
Machtlfinger Str.10
Ubahn.3
München 80379
دمختل فنګ سیمه دمونشن ښارپه سویل کې پرته ده
اړینې تیلیفــــــــــــــوني شمېرې :
دحاجي صاحب احمد احمدزي شمېره 01747170700
دحاجي صاحب حبیب الله فیضي شمېره 01795001992
دمیرویس نیکه جومات مشرتابه هیئت
http://larawbar.com/peace/