اسلام ا باد:د پاکستان د ريګاډي د وزير “حاجي غلام احمد بلور” نوم د يوه اسلام ضد فلم تر خپرېدو او د ده له خوا د جايزې تر اعلان وروسته ډېر خوله په خوله شو.طالبانو ويلي، دوى د بلور نوم د هغو کسانو له ليست څخه ايستلى؛ چې دوى ته هدفمن دي.بلور ددې پو ښتنې په ځواب کې چې د طالبانو له دې اقدامه څومره خوښ دى؟”ما دا جایزه رسول الله (ص) ته د احترام په خاطر اعلان کړې ده. طالبانو بیا خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د همدې لپاره یې زما نوم له خپل لیست څخه ایستلی دی. خو زه د طالبانو له دې اعلان څخه خوښ نه یم، ځکه موږ یو ډول مفکورې نه لرو او دا په دې معنی نه ده، که طالبان زما نوم له خپل لیست څخه ونه باسي زه به مړ نه شم.”راپورونه وايي، عوامي نيشنل ګوند چې بلور يې غړيتوب لري، د تاوتريخوالي ضد مفکوره لري. خو د پاکستان دغه وزير تېره اوونۍ وويل: طالبان او القاعده بايد د دې فلم د خپرېدو له کبله غلي پاتې شي.حاجي غلام احمد بلور اعلان وکړ: که څوک په امريکا کې د جوړ شوي اسلام ضد فلم جوړوونکى ووژني؛ دى حاضر دى، له خپله جېبه يولک ډالره جايزه ورکړي.ښاغلي بلور په خپلو څرګندونو کې د دې جايزې د اعلان او د خپل ګوند د دريځ په اړه هم معلومات ورکړل:ما دغه وضعیت ته د یو ناورین په توګه کاته، ما وېره درلوده، که چېرې وضعیت همداسې دوام وکړي، پرهغو جوماتونو، چېرته چې مسلمانان د اقلیت په توګه ژوند کوي بریدونو وشي، چې دا به یوه ستره تباهي رامنځ ته کړي.نو د مسلمانانو او مسحیانو ترمنځ د شخړو د مخنیوي لپاره موږ د قانون پلي کېدل وغوښتل، چې د دې ډول پېښوی مخنیوی وشي.