کور / تازه خبرونه / په پنجوايي کي درې تنه د وسلوالو له منګولو خلاص سول

په پنجوايي کي درې تنه د وسلوالو له منګولو خلاص سول

د کندهار په پنجوايي ولسوالي کي هغه درې تنه چي د طالبانو لخوا نیول سوي وه په چاڼيزو عملياتو کي راخلاص سول او خپلو کورنيو ته وسپارل سول.
د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر د خبر له مخي دغه درې تنه يوه اوونۍ وړاندي د يادي سوي ولسوالۍ په بيلا بيلو سيمو کي د دولت سره د تړاو په تور دطالبانو لخوا سوي وه چي تېره ورځ بيرته راخلاص سول.
د کندهار والي وياند جاويد فيصل په وينا په دغو عملياتو کي چي د پنجوايي ولسوالۍ د زنګ اباد او موشان سيمو کي سوي دي درې تنه وسلوال طالبان هم چي ددې کسانو په تښتولو کي يې لاس درلود نيول سوي دي.
امنيتي چارواکي وايي د عملياتو پرمهال نه هم افغان ملي امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو او نه هم وسلوالو مخالفينو ته کوم ډول مالي اوځاني زيانونه اوښتي دي.
په دې اړه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي دطالبانو له منګولو راخلاص سوي کسان ددې يوې اوونۍپه اوږدو کي د وسلوالو لخوا سخت وهلي ډبول سوي دي او ور سره د انسانيت خلاف ظلمونه سوي دي.
که څه هم چي په وهلو ، ټکولو کي دولتي ځواکونه هم سپين چرګان ندي خو د نوموړو نيول سوو کسانو سره د طالبانو لخوا د انسانيت ضد ظلمونو په اړه چي په خبرپاڼه کي يې يادونه سوې ده ، د کندهار مطبوعاتي دفتر نور جزيات ندي ورکړي.