د هسپانيې د دفاع بارداره وزيره چې د خپل راوتلي نس سره د سرتيرو د رژي و مخي ته تيريږي !
هغه انځورونه چې په دې ورځو کې د هسپانيې په مطبوعاتو کې خپريږي هسپانويان يې هېښ کړي او ښايي هغه داسي ژر هېر نکړي ؛ ددې هيواد د دفاع بارداره وزيره د خپل راوتلي نس سره د سرتيرو د رژي و مخي ته تيره شوه .
دآ سوشيېټدپرس خبري آژانس وايي چې د هسپانيا دفاع وزارت پر څوکۍ باندي د ۳۷ کلني مېرمن کارمي چکون مقرېدل يو دهغوعجيبو کارونو څخه وو چې د زاپاترو سوشيلیسټ دولت د« جنسي برابرۍ» تر شعار لاندي اجرا کړ . عجبه خو يې لا دا وه چې نوموړې مېرمن په پوځي چارو کې هيڅ مخکنۍ تجربه نلرله .
دهسپانيې صدراعظوم خوزه لوئيس رودريګز زاپاترو د مارچ په انتخاباتو کې يوځل بيا بريالی سو او خپله کابينه يې په داسي حال کې اعلان کړه چې د لومړي ځل دپاره يې د دفاع د وزارت دنده و يوې ښځي ته سپارلې ده .
نوموړي صدراعظم چې د جنسي برابرۍ شعار ورکوي نو په خپله کابينه کې يې ۹ ښځي او ۸ نارينه وو ته ځای ورکړی دی .