کور / تازه خبرونه / افغان کډوالو د برېښنا د چارواکو خلاف لاريون وکړ

افغان کډوالو د برېښنا د چارواکو خلاف لاريون وکړ

پېښور : د خېبر پښتونخوا د واپډا د چارواکو لخوا په يو شمېر افغان کيمپونو برېښنا بنده شوې، چې په دې لړ کې د شمشتو د مولوي صاحب خالص د افغان کډوالو د کيمپ يو شمېر مشرانو د پېښور د سپين جومات ترڅنگ د واپډاد دفتر مخې ته سوله ايز لاريون وکړ او د واپډا له چارواکو څخه يې غوښتنه وکړه چې برېښنا ورته ژر تر ژره راپريږدي لس ورځې کيږي چې په نوموړي کيمپ برېښنابنده شوې ده . په دې مهال د مولوي صاحب خالص د کيمپ يو شمېر استازو لکه حاجي عبدالبصير، ذاکر الله او محمود شاه لروبر ته وويل چې د واپډا چارواکوپر يو شمېر کيمپونو برېښنا بنده کړې. نوموړي په ځانگړي توگه د شمشتو د مولوي صاحب خالص د کيمپ يادونه وکړه او ويې ويل چې د پاکستان حکومت په تېرو دوه دېرش کلونو کې د افغان کډوالو ښه مېلمه پالنه کړې، اوس بايد د مېلمه پالنې دغه دود د برېښنا په نه شتون زيانمن نه کړي. نوموړو وويل چې د واپډا چارواکو به په دوه سوه کورونو يو ميټر لگولى و، چې بل به يې پر دوه سوه کورونو وېشل کېده. خو اوس د دوه سوه کورونو بل يوازې پر يو کور پسې ورځي، چې دا د افغان کډوالو له وس څخه بهر ده. دوى د واپډا په چارواکو غږ وکړ چې پخوانۍ فارمول دې بېرته په ځاى کړى شي او يا دې هر کور ته جلا ميټر ولگول شي. نوموړو وويل چې دا مهال د مولوي صاحب خالص کيمپ د برېښنا د نشتوالي له امله له بېلا بېلو ستونزو سره مخ دى. اوبه نشته او نورې ستونزې هم زياتې دي. نوموړو د دې پوښتنې په ځواب کې چې افغان قونسلگرۍ او يا سفارت يې غږ اوريدلى او کنه. نوموړو وويل چې مونږه د دوى دروازې ټکولي خو دوى مو غږ نه دى اوريدلى. دوى دا هم وويل چې د واپډا د چارواکو بقاياجات پر مونږ نه دي پاتې او ټول مو پر وخت ورکړي دي. کيمپ د واپډا د چارواکو پوروړى نه دى.