په ننګرهار کې د دولس زره امريکايي ډالرو په لګښت د کرکټ اکاډمۍ پرانستل شوه .
دغه اکاډمي چې دننګرهار بدني روزنې امريت ته څېرمه موقيعت لري ديوه تن ملي تجار حاجي حضرت ولي احمدزي په مالي لګښت د درې مياشتو په موده کې جوړه شوې ده .
په دغه اکاډمۍ کې چې په دوه وختونو (سهار اوماسپښين ) کې به په کې ديوه روزونکي لخوا لوبغاړو ته تمرين ورکول کيږي دورځې شاوخوا شپږ سوه لوبغاړي به په کې تمرين ترسره کړي.
ددغه اکاډمۍ جوړونکى حاجي حضرت ولي احمدزى وايي که څۀ هڅه يې کړې چې دغه اکاډمي په ښه معيار سره جوړه کړي خو دلاښه والې په موخه به يې نور کارونه هم ترسره کړي ترڅو نړيوال شکل غوره کړي .
ديادونې وړده تردې وړاندې هم په ننګرهارکې ختيځ او ننګرهار اکاډمۍ کې لوبغاړو خپل تمرينات ترسره کول چې د درېمې اکاډمۍ په جوړولو سره به دلوبغاړو ستونزې نورې هم حل او کرکټ به پرمختګ وکړي .