کور / تازه خبرونه / پاکستان درې مهم بندرونه افغانستان او تاجکستان ته سپاري

پاکستان درې مهم بندرونه افغانستان او تاجکستان ته سپاري

اسلام اباد:پاکستان افغانستان او تاجکستان ته ددریو مهمو بندرنو په سپارلو سره له دغو دوو هیوادونو سره دتجارتي اړیکو دزیاتولو هڅه کوي . فارس خبري اژانس وايي ټاکل شوي ده چې دپاکستان دکابینې په ننۍ غونډې کښې افغانستان او تاجکستان ته دکراچۍ ، قاسم او دګوادر بندرونو دسپارلو تړون تصویب شي . ددغه تړون پراساس افغانستان او پاکستان کولای شي دمالیاتو له ورکولو پرته له ددغودریو بندرونو هرډول شیان وارد کړي . دپاکستان حکومت تاجکستان او افغانستان ته دمختلفو شیانو دصادرولو لپاره دډیرې اسانتیا لپاره دشیانو دساتلو ګودامونه جوړ کړي دي چې دپیسو له ور کولو پرته دغو هیوادونو ته سپارل کیږي . دافغانستان دتجارت کوټې په تیرو دریو کلونو کښې دپاکستان له بندرونو څخه دافغان سوداګرانو دشیانو دټرانزیټ دپیسو په زیاتیدا اعتراض درلود ..