میرانشاه :دشمالي وزیرستان په سپین وام کښې په شوه سیمه کښې په یوې بم چاودنې کښې دپوځ یو عسکر مړه او پینځلس (۱۵) نور ژوبل شول . عسکرو سیمه کلابنده کړي ده او دکور کور تلاشۍ یې پیل کړي ده . دغه راز په اورکزئ قبایلي سیمه کښې هم په حکومتي عسکرو دطالبانو حمله وشوه چې له کبله یې یو عسکر ژوبل او اته طالبان ووژل شول . خو دطالبانو ویندوی حافظ سعید داتو طالبانو دوژنې په دروغ بللو سره وویل دپاکستان عسکرو ته په جنګ کښې زیاته مرګ ژوبله اوښتي او تاوان ورته رسیدلی دی .