کور / تازه خبرونه / ناټو د افغانانو مقدساتو او دودو ته درناوى نه کوي

ناټو د افغانانو مقدساتو او دودو ته درناوى نه کوي

باور غیردولتي ورځپاڼې لیکلي، چې افغانستان، هند او امریکا به په نیویارک کې درې اړخیزه ستراتیژیکې خبرې اترې وکړي.

په مطلب کې ویل شوي، چې دا خبرې اترې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په څنډه کې کیږي؛ چې هدف یې په افغانستان کې د هند او امریکا له روانو هڅو ځخه ملاتړدی.

ویل شوي، چې دا خبرې اترې د درې واړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د مرستیالانو په سطح ترسره کیږي.

باور دغه راز لیکلي، چې پاکستاني ملیشو د ننګرهار په ځینو سرحدي سیموکې سیمه ییزو خلکو ته د خپلو کورنو د پریښودو ګواښ کړی، دې ورځپانې د ننګرهار د امنیې قومندان له قوله لیکلي؛ چې خلک له خپلو سیمو د سرپه بیه دفاع ته چمتو دي.

سرنوشت غیردولتي ورځپاڼې د دفاع د وزیر له قوله لیکلي، چې پر بهرنیو سرتیرو د افغان عسکرو د حملو په سلو کې اتیا لامل خپله بهرني سرتیري دي.

دې ورځپاڼې د جنرال بسم الله محمدي په حواله لیکلي؛ د ناټو عسکر ځینې داسې کارونه کوي. چې د سرتیرو لا څه ان د وزیر احساسات پاروي.

سرنوشت په دې اړه مطلب کې لیکلي، چې بهرني ځواکونه په ډیرو مواردو کې د افغانانو دود او مقدساتو ته درناوی نه کوي او همدا د دې لامل ګرځي؛ چې افغان سرتیري پرهغوی حملې وکړي.

خدمتګار غیردولتي ورځپاڼې په مس عینک کان کې تاریخي اثارله ګواښ سره مخامخ دي ترعنوان لاندې لیکلي، دا لرغوني اثارد فرانسوي لرغون پوهانو له خوا سپړل کیږي او څارل کیږي خو دغه لرغون پوهان هم هڅه کوي؛ چې دا اثار پټ کړي.

خدمتګار په یوه بل مطلب کې لیکلي، چې هند له ډیرې مودې راهیسې هڅه کوي، چې له افغانستان سره خپله همکاري زیاته کړي او د دې ترڅنګ چین هم په دې هیواد کې خپل رول زیاتول غواړي.

په مطلب کې راغلي، چې هند په داسې حال کې په افغانستان کې خپله همکاري زیاتوي؛ چې د پاکستان منفي رول ورځ تربلې په دې هیواد کې زیاتیږی.

انیس دولتي ورځپاڼې د ولسمشرکرزي له قوله لیکلي، چې افغانستان به هیڅکله بیا یوولس کاله وړاندې ته ونه ګرځي، جمهور رییس کرزي تیره ورځ په نیویارک کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرې سره په کتنه کې ویلي؛ چې د افغانستان وروستۍ لاس ته راوړنې د پام وړ دي او په دې هیواد کې د لا پرمختګ لپاره هڅې دوام لري.

دې ورځپاڼې خپله سرمقاله د افغانستان پرختیځو پولو د پاکستان راکټي بریدونو ته ځانګړې کړې؛ چې په کې ویل شوي، پاکستان لاهم پردې هیواد خپلو توغندویز بریدونو ته دوام ورکوي.

انیس لیکلي، چې افغان حکومت د دې بریدونو د مخنیوي لپاره له پاکستان څخه ډیرې غوښتنې وکړې؛ خو ونه منل شوې او دې ته اړ شو، چې د ملګروملتونو د امنیت په شورا کې هم دا مساله مطرح کړي.

محور غیردولتي ورځپاڼې په غټو ټکو کې لیکلي چې په تخار کې زورواکو پنځه زره جریبه ځمکه غصب کړې.

ورځپاڼې په دې اړه وړاندې لیکي چې دا ځمکې په خواجه بهاالدین، دشت قلعه، ینګې قلعه او درقد ولسوالیو کې د سیمه ییزو چارواکو، د ولسي جرګې د ځینو غړو او د تخار د ولایتي شورا د یوشمیر غړو له خوا غصب شوي.

سیمه ییزو خلکو ویلي، چې په دې اړه یې ډیر شکایتونه هم کړي، خو په تخار او مرکز کابل کې یې چاه شکایت ته پام نه دی کړی