مثبت بدلون ټولنې د يوې غونډه په ترڅ کې د اسلام پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم شان ته د سپکاوي په موخه جوړ شوى فلم وغنده.
مثبت بدلون ټولنې د خپلو ناستو د لړ په اتمې ناسته کې، چې روان کال د سنبلې پر ۱۴ مه نېټه د ننګرهار ټولنيز مرکز _ ميديوتيک په انګړ کې تر سره شوه، د يو امريکايي له خوا جوړ شوى هغه فلم وغنده چې په کې د اسلام پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم شان ته سپکاوى شوى و.
په دې ناسته کې نږدې پنځوس کسانو ګډون درلود، د پروګرام پيل د قاري سيف الرحمن نيازي له خوا د قران عظيم الشان د څو مبارکو ايتونو پر تلاوت وشو، وپسې د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاد هجرت الله اختيار په خپله وينا کې د هغه فلم جوړېدل وغندل چې په کې يې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم شان د سپکاوي کولو هڅه شوې وه، اختيار وويل: ((موږ د مثبت بدلون ټولنې ټول غړي زموږ د پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په شان کې د سپکاوي په موخه د جوړه شوي فلم غندنه کوو، کفار که هر څومره هڅه وکړي چې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم شان ته سپکاوي وکړي، دوی به په خپلو فاسدو مقاصدو کې کامياب نه شي، لوېديځوالو تنګنظرو په دې کار سره خپل اصليت وښود، موږ بايد د داسې مسايلو غندنه په سولييزه بڼه وکړو.))
اختيار زياته کړه چې موږ د دغسې اعمالو په غبرګون کې کولاى شو چې د سيرت ځآنګړې ناستې د خپلو ځوانانو د لا ښه پوهاوي لپاره برابرې کړو، همدارنګه کولاى شو چې د سيرت د کتابونو نسخې پر خپلو لوستو ځوانانو ووېشو چې هغوى د حضرت محد صلى الله عليه وسلم ژوند ولولي او ترې خبر شي.
اختيار د خپلو خبرو په پاى کې د (مثبت بدلون) اخبار د چاپ لپاره پر ترسره شويو کارونو رڼا واچوله او تمه يې وښوده چې ډېر ژر به چاپ شي.
استاد عبدالبصير سباوون د اساسنامې او د ټولنې د راجستر کېدو د جرياناتو په هکله ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې په لنډو ورځو کې به د ټولنې د ثبت او راجستر موضوع هم حل شي.
د غونډې په اوږدو کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي محصل عصمت الله، د کليد راډيو خبريال توريالي همت، د يوې خصوصې لېسې استاد غلام ربانې،د بهسودو ولسوالۍ د ځوانانو ټولنې مشر نجيب الله حليمي دمثبت بدلون ټولنې د فعاليتونو او راتلونکو پلانونو په اړه خپل نظريات څرګند کړل او له ټولنې څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ.
په پای کې پرېکړه وشوه چې د مثبت بدلون ټولنې غونډې به په هرو لسو ورځو کې يو ځل ترسره کېږي، چې راتلونکې ناسته به د ميزان پر ۱۰ نېټۀ د دوشنبې په ورځ د ماسپښين ۳ بجې وي.
مثبت بدلون ټولنه
صيام الدين پسرلی