بسم الله الرحمن الرحیم
کندهار دافغانستان دباتور او ویاړولو افغان میړنیو ټاټوبی دی، هغه ځای چې احمدشاه، میرویس او داسی نور میړانه بچیان لری. که په کندهار کې د یو ځای نوم بدلیږی باید لمړی حق داسی کسانو ته ورکړل شی؛ او یا هم داسی کسانو ته چی د هغوی په شان د افغانانو لپاره پاک او میړنی وی.
په تیرو ورځو کې داسی ویل کیږی چی دکندهار نړیوال هوایي ډګړ به د استاد برهان الدین ربانی په نوم شی. په دی باوری یو چې ربانی د افغانستان دجهادی رهبرانو یو مشهور او اصلی کس و چی د ولسمشر کرزی ددولت څخی سخته دفاع کوله. دا جهادی رهبر هم ددی حق لری لکه دنورو کسانو به شان د افغانستان په معنوی ګتو کې شامل وی. دا حق هم د افغانستان دنور مشرانو په څیر باید په متوازنه توګه د دولت او مدنی ټولونو لخوا ده یو کس د موثریت پر اساس ور کړل شی، نه داچی د سیاسی مصلحتونو پر اساس.
دجهاد د وختونو هغه ټولی ناخوالی او بدی د هیچ چاله یاده ندی وتلی و اوس د افغانستان د ملی یوالی او سولی د پروګرام د ساتنی لپاره ځنی شیان له یاده وباسو. دا چی ربانی په تیروکلونو کی څه کړی د اوس لپاره باید هیر شی خو انتقالی عدالت هغه شی دی چی زما په آند د تاریخ په راتلونکو کلونو کی به خپل قضاوت ورپسی وکړی، که مو یو عادل او آزاد افغانستان درلود.
دا باید ومنو چی په اوسنی شرایطو کی په کندهار یا هر یوبل ځای کی د ځینو کسانو سره خاص خلک حساسیت لری او نباید په خاصو نومولو سره د خلکو احساسات را وپاروو. په خواشینی سره باید ووایم چی له هغه وخته چی په هرات ولایت کی دکندهار د هوایی دګر دنوم په هکله خبری را پورته شوی دیری پښتانه سخت نا خوښښ دی. یو له دغو پښتونو څخی زه یم. دا یو تعصب ندی بلکی دی ته په دری کی ” همدیگر پذیری” وایی. دا ولی زه په کندهار کی دیوه هوایی ډګر په نومه ولو سره حساس شوی یم؟
زما په یاد دی هغه وخت چی د احمد ولی کرزی د دشهادت دلمانځ غوندی پر وخت دهرات دوالی ویاند دهڅو په مرسته د هرات کندهار لویه لاره د احمد ولی کرزی په نوم ونومول شول، غیر پښتنو څه کارونه یی خو په هرات کی و نکړه. هغوی لمړی په سختی سره یی ددی نوم مخالفت وکړ او سلګونو کسانو د هرات دوالی دویاند پرضد یی سمیزی اداری او ولایتی شورا ته شکایت وکړ چی دوالی په نه شتون کی دهرات په فرهنګی کارونو کی مستقیم دخالت یی کړی او لویه لاره چی داحمد شاه مسعود په نامه وه هغه یی د احمد ولی کرزی په نامه کړی ده. بیا ورسته د هرات دمدنی ټولونو په اعتراض کی دایران له حمایته برخمن پارلمانی غړو د هرات دوالی نه یی ووغوښتل چی محی الدین نوری ( دوالی ویاند) باید د دندی لری شی او پر ځای دی یو هراتی راشی، دا په داسی حال کی دی چی محی الدین نوری په خټه پښتون او دهرات ولایت د نورزی قوم دیوه قوم مشر لعل محمد لمسی دی خو پښتون نومو پارلمانی غړو لکه ( بهادری ) دیره هڅه یی وکړه چی هم د احمد ولی خان کرزی سرک نوم بیرته بدل کړی او هم دا چی دهرات دوالی ویاند له دندی کوښه کړی چی ویدیویی کلپونه یی هم دا اوس په هرات کی د پښتو په مینځ کی شته چی ټول یی سخت خپه کړی دی. د هم دی کسانو لخوا دوالی ویاند په مرګ و ګواښل شو او ورته وی ویل که دی لویه لاره د کرزی په نوم کړه او تابلو دی بند کړ نو ژوند به دی په خطر کی وی.
لمړی خو دا ووایم چی د احمد شاه مسعود لویه لاره د هرات دګذری تر چوکه ده نه داچی د هرات دولایت دمخی نه پیل او تر پښآوره یا نوی ډهلی پوری. بیا داچی که احمد شاه مسعود او نور داسی کسان حق لری چی په هرات کی لویه لاره یی په نوم و نومول شی نو ولی احمد ولی کرزی په نوم سرک ونه لرو؟
اوس بله دا چی باید دهرات هوایی دګر دیوه افغان هراتی او پیاوړی شخص په نامه و نومول شی نه داچی ده یو خاص شخص به نوم؛ نو خپل کندهاری وړونو ته هم دا حق ورکوم چی پر دی نوم باندی اعتراض وکړی چی دکندهار هوایی دګر دی د استاد برهان الدین ربانی په نوم و نومول شی.
دشهداونی په پیل کی دکرزی عکس څه شو؟
بله خبره داده چی ته می نه غواړی زه دی ولی و غواړم؟ زما دیره شه پیاد دی چی دشهد د اونی په پیل کی دهرات ولایت په دوزره کسیزه تالاره کی یوه غونده جوړه شوی وو. هره خواته چی دی کتل دشهیدانو عکسونه پورته شوی ول. احمد شاه مسعود، ربانی، معلم فضل احمد، صفی الله جان افضلی او داسی نور آن دا چی تازه وژل شوی شمالی قومندانان هم په لوی لوی عکسونکی دخلکو په یاد ورکړل شوی ول؛ په دی ټولو کی خو د احمد ولی کرزی کوم کوچنی عکس هم نه لیدل کیده. په هم دی حال کی دهرات دوالی دویاند ځوان ملګرو د احمد ولی کرزی دو قطعی عکسونه یی د ځوړنده کولو لپاره تالار ته راوړل شول. د ولسمشر کرزی د فرمان پر اساس د احمد شاه مسعود د تولنی لخوا برابر شوی له هم دی کبله ددی ټولنی مسوولانو د دعکس د زوړنده کلو څخه یی نه یواځی ډډه وکړه بلکی ځوانان یی هم توهین کړل.
دا په داسی حال کی ده چی په هرات ولایت کی لږ تر لږه پنځوس سلنه پښتانه ژوند کوی خو ټول فقیر او یا دسر کسان یی تر ترور کیږی. نو په داسی ولایت کی چي پنځوس سلنه یی پښتانه دی دزور واکو لخوا اجازه نه ورکول کیږی چی دوی ستاسو دشهیدانو عکسونه په رسمی مجالسو کی کیږدی او یا هم یو سرک ستاسو په نوم کړی نو تاسو ولی خپل ټول ولایت او هوایی ډګر ددوی په نوم کوی؟ اوس نو ناځوانه کرزیی ته کندهار دربانی په نوم کوه، هغه دی عکس په هرات کی نپیږدی.
زما هرات دی وپلوره اوس یی ځوانان حمایت کړه !