کور / تازه خبرونه / د طالبانو کمزوري افسانه او که واقعيت

د طالبانو کمزوري افسانه او که واقعيت

خدمتګار ورځپاڼې خپله سرمقاله په نیویارک کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او بریتانیا د چارواکو ترمنځ د درې اړخیزو غونډو په اړه لیکلې.

خدمتګار لیکلي، د افغانستان د سولې په اړه پخوا هم دغو اړخونو په دې خبرې کړي چې څرنګه د امتیازاتو له لارې وسله وال مخالفین سولې ته رامات کړي.

خو د سرمقالې لیکوال په دې باور دی، چې په دې توګه ممکن یوه لنډمهالې سوله رامنځ ته شي او د دایمي سولې د راوستلو لپاره باید ولس ته مراجعه وشي.

د خدمتګار د یوه بل مطلب سرلیک دی، لویدیزوال له طالبانو سره نیغې خبرې غواړي.

په مطلب کې د ایرلنډ د دوو هغو سیاستوالو چې کابل ته راغلي، له نقله لیکل شوي، لویدیزوال باید د دې وړتیا پیدا کړي؛ چې له وسله والو مخالفینو سره نیغې خبرې وکړي.

ویسا ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي، د نیویارک په درې اړخیزه غونډه کې د لارې د نقشه په نوم سند باندې بحثونه کیږي.

ورځپاڼې لیکلي دغه سند به د سولې لپاره د یوه میکانیزم د جوړیدو پیلامه وي؛ چې وروسته به غني کیږي.

ویسا لیکلي، دغه سند د لومړي ځل لپاره کابل ته د بریتانیا د صدارعظم په سفر کې مطرح شوی و؛ چې اوس به جدي خبرې پرې وشي.

چراغ ورځپاڼې خپله سرمقاله تر دې سرلیک لاندې لیکلې؛ “د طالبانو کمزوري افسانه او که واقعیت.”

په سرمقالې کې راغلي، دا مهال په عربي هیوادونو کې د پاڅونونو مساله لویدیز ته مهمه شوې له همدې امله ځینې لویدیزې رسنۍ هڅه کوي د طالبانو په کمزوري ښودلو سره د افغانستان مسئله کم اهمیته وښيي.

چراغ لیکلي اوس باید منتظر شو، چې د طالبانو په وړاندې د امریکا دا تاکتیکي حرکت به څه نتیجه ولري.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یوه غټ سرلیک کې د جمهوري ریاست د چارواکو خبره راخیستې چې وايي، د سولې پټې خبرې نتیجه نه ورکوي.

د هیواد دولتي ورځپاڼې سرمقاله د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د اوه شپیتمې غونډې په اړه ده.

هیواد لیکلي فکر کیږي چې جمهور رئیس حامد کرزی به دغې غونډې ته په وینا کې د افغانستان پر ختیزو سیمو د پاکستان له خاورې د راکټي حملو مسئله هم راپورته کړي.

د سرمقالې لیکوال تمه ښودلې چې په دې غونډه کې به له هغو کړنو پرده پورته شي چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د ماموریت د ناکامولو لپاره یې کوي.

په سرمقالې کې راغلي، ملګري ملتونه باید د پاکستان د هغو ناوړه دسیسو د مخنیوي هڅه وکړي چې په افغانستان کې د سر سړی وژني، د عام المنفعه پروژاو او پرمختګ مخه نيسي.