کور / تازه خبرونه / دبلخ چارواکې سيمه ييزپاسپورتونه نه ويشي

دبلخ چارواکې سيمه ييزپاسپورتونه نه ويشي

د بلخ امنیه قوماندان سالم احساس دپروني خبری نه پښیمانه دي اووایی چي زما مطلب دپاسپوتونوڅخه یواځې یوډول فورمي دي چه د جنایی جرمونو په برخی پوری تړلې دي.
د بلخ امنيه قوماندان سالم احساس نن د پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې دوی سيمه ییز پاسپورتونه نه بلکې يوازې خلک ليست کوي او شمیرنه یی کوی، چې د هر شخص په اړه به يوه ځانګړې فورمه ډکېږي.
د بلخ امنيې قوماندان تېره ورځ د رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو، چې په ولايت کې د ډاډمن امنيت د راوستو په موخه به د دې ولايت خلکو ته سيمه ييز پاسپورته ورکړل شي، خو نن يې بېرته خپلې خبرې اخيستي او ويلي دي، چې دا يوازې يو ډول فورمې دي کومې چې د جنايي برخې پورې تړلي دي.
نوموړي په دې اړه نور وایې: ((دا سمه ده، چې ما د ساحوي پاسپورټونو د وېش خبره كړې ده؛ خو دا هغه پاسپورټ نه دى، چې خلك پرې له يو ملك څخه بل ملك ته ځي، دا په پوليسو كې د يوې سيمې خلكو د تثبيت لپاره ځانګړې
فورمې دي، چې په جنايي برخې پورې اړه لري. تېره ورځ کله کله چې د سيمه ييزو پاسپورتونو خبره رامنځته شوه، نو د هېواد په ګوټ ګوټ کې خلکو په دې اړه غبرګونونه وښودل اودا کار يې په هېوادکې دشته قوانينوخلاف عمل وباله.
د بلخ امنيه قوماندان نن وايي، چې نوموړي تېره ورځ د سيمه ييزو پاسپورتونو خبره کړې وه خو موخه يې يوازې يو ډول فورمې دي، چې په کې به د هر شخص، شرکت، دوکان، مارکيټ او هرې بلې ادارې په اړه ځانګړې معلومات ځای په ځای کې کېږي او خوندي کېږي به . نوموړی ويلي، چې د دې معلوماتو له مخې به دوی وکولای شي، معلومه کړي چي څوک څه کار کوي او کوم خلک، غواړي نوي بلخ ته راننوځي نو دوی به يې د معلوماتو د نشتوالي له امله وپېژني، چې په وينا يې دا کار به د دوی سره د امنيت په خونديتوب کې ډېره مرسته وکړي.
نوموړي دا هم وويل، چې دا کار په امنيتي ادارو کې معمول دی او کومه نوې خبره نه ده. خو وايي چې پرون يې خبرې غلطې تعبير شويدي. د لراوبرلوستونکوهم په دي اړه دنظر پاڼې په برخه کي بیلا بیل غبرګونونه ښکاره کړیدي.