دمیدان وردګو ولایت د دچک او سیداباد ولسوالیو په بېلابېلو نښتو او عملیاتو کې (۶) وسلوال مخالفین وژل شوي او (۳) تنه نوریې ټپيان شوي دي..
د سیداباد ولسوال ډاکتر فضل کریم مسلم په ویناء چې پرون ګډو ځواکونو دسداباد ولسوالۍ د چنګي په سیمه کې عملیات ترسره کړي چې پکې دوه تنه وسلوال مخالفین هریو ګلاب شاه او نازکمیر وژل شوي دي.
همدارنګه دسیداباد ولسوالۍ د هفت اسیاء په سیمه کې پرون ۴ بجې دسکورټ کمپنیوو او مخالفینو ترمنځ نښته شوې چې ملي اردو دمرستې لپاره ورغلل چې په پایله کې یوتن وسلوال مخالف وژل شوي او دوه تنه نور یې ټپیان شوي دي چې پدغه نښته کې یومیل راکیټ، یومیل کلاشینکوف، یومیل تفنګچه، یوه مخابره او درې موټر سایکل هم د وسلوالو څخه په سیمه کې پاتي شوي او دملي اردو لاسته ورغلي دي
همدارنګه پرون دچک ولسوالۍ درشیدانو په سیمه کې دګډو ځواکونو په ګزمه مازیکر ۵ بجې وسلوالو برید کړي چې په دغه نښته کې (۳) تنه وسلوال وژل شوي او یوتن بل یې یې ټپي شوې دی.
په دغو بېلابېلو نښتو کې دملي اردو یو تن سرتیری هم ټپي شوې دی.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه