د تلې لومړی،۱۳۹۱
جهاد ته په ټول درناوي، خو په خواشینۍ سره چې مشرانو یې له اوله د وطن له ابادۍ سره مینه نه وه. دوی همیشه هغه چاته چې وطن یې جوړ کړی و خاینان ویل، خو چې په خپلو لاسونو یې د خاینانو(!) په لاس جوړ شوي ځایونه ورانول نو هیڅ خبره نه وه.
دوی د وطن دوستۍ او اسلام پالنې جذبې یواځې په ویناوو او شعارونو کې بندې وساتلې او تر اوسه هم له دې مزمنې ناروغۍ جوړ شوي نه دي.
و ګورئ! داخلي جګړې، وژنې او د کابل لوټ اوتالان په کوم دین کې روا وو؟ او د ښکلي کابل ورانول او د ټولګټو بنسټونو ویجاړول کومه وطندوستي وه ؟
دوی له پیله ریاکاره وو او اوس هم دي. دوی یواځې په نومونو بدلولو کې تکړه دي نه په بیا جوړولو کې .
وګورئ! د ننګرهار پوهنتون چې د ملي مبارز بایزید روښان په نوم یې لسګونه کلونه سابقه لرله؛ د همدې ډلو په وخت کې یې یواځې نوم بدل شو خو تدریسي نصاب، د استادانو د ژوند بهبود او د محصلینو لپاره د تحصیل اسانتیاوو ته یې هیڅ توجه ونه شوه.
د جهاد په کلونو کې زموږ رهبران ښه شتمن شول او د حامد کرزي په دوره کې کابل میشتي رهبران نور هم سرمایه داره شول، خو دغو شتمنو د خپلې پانګې یوه وړه برخه هم د هیواد بیا ودانولو ته وقف نه کړه او نه يې داسې کار وکړ چې خلکو ته کومه اسانتیا رامنځ ته کړي.
تاسو به هیڅ جهادي مشر لیدلی نه وي چې یوه داسې ټولګټه پروژه په خپلو مبارکو لاسونو پرانیزي چې د ده په مالي مرسته جوړه شوې وي. خو همدوی بیا په ډيرې سپین سترګۍ د ټول وطن د مالکیت دعوه هم کوي، چې ژوندي وي د وطن په سرمایو خیټې پړسوي او چې مړه شي نو د همدوی له لاسه در په دره وطن یې په نوم کیږي.
د احمد شاه مسعود څلور لاری، د عبدالعلي مزاري څلور لاری او داسې نور…. یې ښې بیلګې دي.
دا دی اوس د کابل د تعلیم او تربیې پوهنتون هم د یوه پخواني جهادي رهبر په نوم شو. دا پوهنتون د یوه داسې سړک په غاړه موقعیت لري چې یو وخت د همدوی د واکمنۍ په مهال پرې روغ رمټ تیریدل نا شوني وو. په هر قدم کې وینه پرته وه او په هر ګام کې د یوه بې ګناه ښاري جسد.
دا د داسې مرحوم په نوم شو چې شاید د قدرت په مهال یې کله سر هم نه وي ورښکاره کړی او شاید وسلوالو پلویانو یې لکه د نورو تاسیساتو په څېر له دې پوهنتونه هم ډیر څه لوټلي وي.
په هر صورت، په مړو پسې خبرې کول ښه نه وي خو هغه مړي چې ژوندي په تکلیف نه کړي. اما هغه تنظیمي مشران چې اوس یې د ګران وطن ځینې سیمې په نوم کیږي، داسې مرحومان دي چې موجوده نسل تر کلونو ځورولی شي.
دا یو عادت دی چې د هر شخص د نوم په اوریدلو ذهن ته هماغه حالت تداعي کیږي چې له دې شخص سره رابطه لري.
د بیلګې په توګه ، که تاسو د سید جمالدین افغان مزار وینئ یا یې نوم اورئ نو ذهن ته مو داسې یو سیاسي مبارز رامخې ته کیږي چې د عالم اسلام د بیدارۍ لپاره یې شپه ورځ په ځان یوه کړې وه.
که د خواجه عبدالله انصاري مزار ته لاړ شئ نو ذهن ته مو یو مجذوب او د ریا له ګرده پاک تک سپین روحاني تر سترګو کیږي، داسې څوک چې د الله ج مینه یې زړه کې په ټوپونو وه او که تاسو ….
همدارنګه که تاسو د مزاري څلور لاری ګورئ ، که د احمد شاه مسعود څلور لاری ګوري یا د کوم بل چا… نو خامخا مو ذهن ته داسې څه راځي چې د دوی له کارنامو سره تړاو لري.
د کابل د تعلیم او تربیې پوهنتون محصلینو شاید له همدې ویرې چې د استاد رباني نوم به یې تل ذهن ته د کابل د خونړیو جګړو یادونه تازه کوي، له دې نوم سره مخالفت کړی وي.
دوی ملامت نه دي، دوی درسونه و وایي او که هغه وختونه ذهن ته راولي چې همدغه د پوهنتون د مخې په سړک به تېریدل؟
همدغه سړک به هغه مهال هره ورځ له جسدونو ډک نه و؟ په هره لویشت به د توپونو او هاوانونو ګولیو خولې نه لګولې؟ او…
دا د ژوندیو مشرانو لپاره چې په هره ډله کې وي، یو عبرت دی. دوی دې د قدرت له نشې را ویښ شي او داسې کارونه دې ترسره کړي چې پس له مرګه یې څوک له نومونو سره مخالفت ونه ښیي. ژوند د دې لپاره ډېر ښه فرصت دی.
رحمان بابا څه خواږه فرمایلي دي:
دنیا بحــــــــــــر دی بهیږي + اینې غوندې صفــــــــــــــــا
خپل خپل مخ په کې لیده شي+ که څوک زشت وي که زیبا.