کور / سياسي / فلم او مظاهرې

فلم او مظاهرې

د اسلام او په تېره بیا د حضرت محمد پر خلاف د « مسلمانانو معصومیت» په نامه فلم بې له شکه له توهین او غرضه ډک دی. البته، هر دین او عقیدې ته سپکاوی یو غیر اخلاقي او بې ادبه عمل دی چي په اصل کي د فاعل فکري سطح او انحراف ښيي. خو ددغه بازاري او پوچ فلم په مقابل کي د ځینو مسلمانانو عکس العمل هم د دفاع وړ ندی. د مصر د ستر مفتي علي ګوما په قول: حضرت رسول په خپل ژوند کي هر راز سپکاوی او فزیکي حملې ګاللې، خو د انتقام لپاره يې اقدام نه کاوه. په اسلامي نړۍ کي، تر اوسه پوري ۴۷ تنه د اعتراضونو په جریان کي مړه سوي دي، او ددې امکان سته چي نور هم مړه سي. یوازي په پاکستان کي د جمعې په ورځ قریب شل تنه وژل سوي دي.

په غرب او امریکا کي ددې فلم د جوړونکو په شان متعصب او اسلامي ضد افراد او ګروپونه سته چي مختلفي شیطاني او پارونکي اجنډاوي لري. په بل عبارت، دا د ۲۱ پېړۍ هغه سرټمبه مذهبي جنګیالي دي چي د نړیوالو مناسباتو، ژوندانه، او د خلقت نهايي غایه او هدف مذهبي اخ و ډب او د تمدنونو ټکر ګڼي. د فلوریډا ایالت برېتور او شیطاني پادري ټیري جونز له همدې ټل څخه دی، او په اسلامي نړۍ کي يې د اسامه بن لادن په شان نور افراطي مسلمانان سیال او فوټوکاپي دي.

واقعیت دا دی چي دا راز افراطي افراد او ډلي په امریکا او غرب کي رټل سوي، بې واکه، او بې اهمیته دي. هغوي د جامعې په حاشیو کي پخپل مذهبي لیونتوب کي راګیر دي، او د فلمونو، کارتونونو، او د قران مجید د سوځولو له لاري فرقوي او سکتوري مرګ ژوبلي ته لمن وهي. دا راز حاشیوي ډلي او افراد د انټرنټ او سوشل میډیا له برکته خپل د کرکي او تعصب کرغېړن ږِغ له زرغونې فلوریډا او ښایستې کلفورنیا له ساحلونو څخه د هندوکش او اباسین تر پراخو لمنو پوري د سترګو په رپ کي رسوي.

مګر په اسلامي نړۍ کي، د داسي چيیاټو په مقابل کي عکس العمل د عقل او منطق سره سر نه خوري، او نتیجه يې ځان او خپل ملک ته صدمه رسول دي. ګومان کوم چی په اسلام کي هم ځانته ته زیان رسول غندل سوي دي. ځانته نقصان رسول له عقلي استدلال سره په ټکر کي وي، او څرنګه چي بنیادم په خلقت کي منطقي او عقلي پیدا سوی دی نو هر عاقل او بالغ ځان له تاوان او صدمې څخه ژغوري، ځکه پدې عمل دښمن لا خوشحاله کېږي.

بلخوا، ایا د یوه پوچ او بازاري فلم پر ضد مظاهرې ضروري دي، که د ظلم، اختلاس، او ناروا په مقابل کي؟ په بل عبارت، ولي افغان محصل – د کابل، هرات، خوست،او نورو پوهنتونو محصلین- په وطن کي د بې لجامه رشوت، اختلاس، او د بیت المال د لوټ او تالان پر خلاف مظاهره نه کوي؟ ولي د ښه حکومتوالۍ د راوستلو، د حساب او کتاب، او د سولي د ټينګولو په غرض اعتراض نه کوي؟ ولي د پارلمان پرخلاف، چي یو وزیر یو ځل سلب اعتماد کوي او بیا هغه وزیر په یوه میاشت کي د دفاع وزارت ته منظور وي، خپل ږغ نه پورته کوي؟ څرنګه کېدای سي چي یو وزیر دي په یوه وزارت کي د رشوت، خویشخورۍ، او بې کفایتۍ په الزام سلب اعتماد سي، خو بیا همدا فاسد پارلمان په یوه میاشت کي ۱۸۰ درجې څرخ خوري او خپله پخوانۍ رایه پخپله باطله وي؟

خو که په غرب کي – په تېره بیا په امریکا کي- یو څو تنه بد هنره، لارورکي، او مذهبي متعصبین سره یو ځای سي، او یو توهینونکی فلم جوړ کړي، افغان محصل کوڅو او بازارونو ته په اعتراض راوځي. سوال دا دی چي د افغانانو د ژوندانه او عزت لپاره څه شی زیات اهمیت لري. په کور کي عدالت، ثبات، او ازادي راوستل، او که په خارج کي د یوه پوچ فلم پر خلاف مظاهره کول؟

دا ډول فلمونه او کارتونونه به د مذهبي متعصبینو او القاعدې لپاره یو طلايي چانس وي، خو د دښمن دا راز ناځوان عمل باید یو محصل درک کړي او په مقابل کي يې مناسب عکس العمل وښيي. د کندهار مشرانو پدې ارتباط له پوره درایت او بصیرت څخه کار واخیست، هغوی پخپله درنه او سولییزه غونډه کي دا عمل په کلکه وغانده، او له شریرو فلم جوړونکو څخه يې خپله کرکه په مهذبه توګه اعلان کړه.

والسلام