دلته جګړه ختمېږي هلته پېلېږي
په واشینګتن کې د امریکا د پوځي مړو د هدیرې « ارلیګنتون »شناختي تیږې له لرې واټن څخه لیدل کېږي او هره ورځ هلته نوی قبرونه کیندل کېږي . په 60 سکشن کې د افغانستان او عراق د جګړو مړي ښخ شوی دي . د ښخ شوو مړو ډېری تر 25 کالو لوړ عمر نه لري .د ځینو قبرو تر شا داسې کونډې لیدل کېږي چې اکثره لا تر اوسه ځوانۍ ته نه دي رسېدلي .
له تصوره لرې قاتلین ــ چې د ماشومانو په وژلو تمرین کوي .
په افغانستان کې له 2001 کال وروسته د « سام د کاکا »د غچ اخستنې د عملیاتو په ترڅ کې له 6500 څخه زیات امریکايي سربازانو خپل ژوند په افغانستان اوعراق کې د لاس ورکړ چې دا لړۍ د امریکايي سربازانو لپاره په هندوکش کې لا پای ته نده رسېدلې.
د نړۍ ځواکمن ملت یعنی امریکایان په افغانستان کې له جګړې ستړي شول .هڅوک نشي کولای دا حالت په ښه شان بیان کړي غېر له اوباما څخه چې د نیویارک د برجونو د یاد بود په ورځ يي وویل : مونږ له جګړې څخه کرکه لرو او بیا وړاندې وايي چې : د ویتنام جګړه یوه لویه رسوايي وه . مګر د افغانستان او عراق د جګړې په اړوند پټه خوله پاته کېږي .
د 225000 د جګړې د قربانیانو څخه ډېری ملکي وګړي دي.
امریکا غواړي چې ډېر ژر دا جګړه بنده کړي ځکه چې د پوځي مصارفو بیه ډېره اوچته ده . امریکايي اقتصاد پوهانو په افغانستان او عراق کې د جګړو مصارف 4 بیلونه دالره محاسبه کړي او د امریکا لخوا د اخستل شوي کریدت د مالیتاتو د ورکولو لړۍ دا بل بار دي چې د امریکې پر اقتصاد د ډېر وخت لپاره پروت دي . په مستقیم یا غېر مستقیم ډول د جکړې په جریان کې د 225000 انسانانو وژنه چې له دې جملې څخه ډېری د افغانستان او عراق ملکی وګړي تشکیلوي د بلې خوا .په همدا شان امریکا باید د وروستۍ جګړي په اړوند له پخوا څخه فکر کړی وي یواځې د جګړې د ټپیانو مصارف ملیاردونو ته رسېږي صرف نظر لدې چې له جګړې څخه را ستانه شوی کسان د څومر ټولنیزو ناخوالو سره مخامخ کېږي . د جګړې څخه راستانه شوی کسانو ته په هر ډول شرایطو کې باید د ملي اتلانو په سترګه وکتل شي حال دا چې هغو به تر ټولو بدو بده څېره وي . 140000 د جګړو ګډونکونکي سربازان په دولتي او فدرالي جېلونو کې په حبس محکوم دي چې له دې جملې څخه نیمايي د مخدره توکو معتادین دي . 25 سلمه بې کوره چې ټول 107000 کسان جوړوي د جګړې سرخښندونکي دي د ځان وژنې شمېره خورا لوړه ده.
په تېرو لسو کلونو کې 2700 فعالو سربازانو خپل ژوند د لاسه ورکړ، د ویتنام د جګړې د ګډونکونکو د مرګ شمېره وروسته د جګړې له ختمېدو څخه لوړه شوه د امریکا د جګړیزو عملیاتو د دیپارتمنت احصایه ښي چې په ورځ کې 18 نفره د ویتنام د جګړې ګډونکونکي ځان وژني . .
د Interessen verband Iava د احصایي له مخې په امریکا کې 23 میلونه له جګړو څخه راستانه شوي سربازان ژوند کوي چې د هغه د جملې څخه 2.3 میلونو د افغانستان او عراق په جګړو کې برخه اخستې ده . د روحي ډاکټرانو د تشخیص له مخې 1/3 برخه ددغو سربازانو د رواني ناروغیو په یو شکل اخته دي.په ناروغې اخته کسان د بې خوبۍ ، وېرېدونکو حملو او د چاپېریا ل په وړاندې د عصباني برخوردونو څخه رنځ وړي .په ځینې ناروغانو کې دغه حالت مزمنه بڼه غوره کړې . نوموړي ناروغان نور ځان نشي کنترولولې او ځان الکولو او نورو مخدره توکو ته سپاري .ددې نارغیو قربانیان ډېری خپل کارونه له لاسه ورکوي یا جنايي جرمونه سرته رسوي او یا په ځان وژنه لاس پورې کوي .پنتاګون له دې ستونزې څخه په خبرتیا 3.3 ملیارده دالره ددغو ناروغانو د درملنې لپاره بودیجه ټاکلې .په متواتر ډول ټول جز تامونه په اساسي ډول معاینه کېږي او د نارغیو عوامل يي را په ګوته کېږي خو سره لدې هم پورته یادې شوې ناروغۍ د طاعون په شان امریکايي سربازان له پښو غورځوي . په رواني ناروغۍ اخته د لسو امریکايي سربازانو څخه اووه نفره ځان له دغه ډار څخه چې خلک ورته د ضعیف شخص په سترګه ونه ګوري له تداوي څخه ځان لرې ساتي .له بلې خوا له جګړې څخه را ستانه شوي سربازان په میاشتو میاشتو د رواني ډاکټرانو څخه د مرستې اخستو لپاره انتظار باسي .د550000 ناروغانو لپاره یواځی 400 رواني ډاکټران کار کوي .د وخت او طبي پرسونل کمبود ددې سبب ګرځي چې د رواني درملنې پر ځای چې ډېر لګښت لري ناروغ ته تابلېتونه ورکړي.
له جګړې څخه به دغه ستانه شوي لېونیان نه یواځی په امریکا بلکه په همدا شان برتانیه او د اېتلاف په نورو هېوادونو کې چېرته چې اقتصادي حالت تر امریکا په بد حالت کې قرار لري په څه حالت کې وي ؟
ژباړه او لنډيز : عبدالخالق ساپی
ماخذ : د Michael Schmölzer له لیکنې څخه د هویتي ورځپاڼه