کور / تازه خبرونه / دښکلى سوات په بازار بانډي او کانجو سيمو کښي د مېشتو…

دښکلى سوات په بازار بانډي او کانجو سيمو کښي د مېشتو…

 دښکلى سوات په بازار بانډى او کانجو سيمو کښې دميشتو امنيتى ځواکونو ديو پوځى عمليات او لټون پرمهال ٦ بنسټپال او دفضاګټ په سيمه کښې ٣ وسله وال افراطيان نيولى دى دآئى، ايس، پى، آر دورکړل شوى باورى راپور ترمخه په سيمه کښې پرتو امنيتى ساتونکو دسوات په اړوندوسيمو بازار بانډى او کانجو کښې دپوځى لټون ا وکلابندۍ پرمهال ٦ تنه  شکمن بنسټپال په موقع لاس په لاس برمته اونيولى دي او دغه راز ددوى له يوه پټن ځاى څخه يوشمير وسلى او چاودونکى مواد هم باالفعل ترلاسه شويدي، له بل پلوه په فضاګټ کښې سيمه ايزو ميشتو امنيتى ځواکونو درى تنه وسله وال افراطيان نيولى  او دهېواد دامنيتى قواوو له خوا ددوى دنيولو او لاندى کولو لړۍ ورځ په ورځ پراخيږى.


بل خواته – دنړى دپوهانو او قابل خلکو ځاى ضلع کرک  دجديد تعليمي ادارو څخه بې برخې دى دغه  دغه څرګندوني دپښتونخوا ملي عوامى ګوند ضلع کرک مرستيال رفيع خټک په يوه مطبوعاتي بيان کښى کړيدى نوموړي  دحکومت څخه غوښتنه  کړيده چى په ضلع کرک کښى دى دجديد اعلى اوسائنسټيفک تعليمي ادارى  رامنځته کړل شي دضلع کرک پوسټ گربجويټ کالج تردى دپوهنتون درجه ورکول شي په ضلع کرک کښى  دى  دسائنس تکنالوجى او طب پوهنځى جوړ کړل شي رفيع خټک په خپل بيان کښې زياته کړيده چې ډيره دافسوس خبره ده چې دضلع کرک تعليمي کچه په ټوله صوبه او هېواد کښې پرمخ ده دضلع کرک خلک دهېواد زمين خلک شمير کيږي اوحکومت دضلع کرک څخه ورځنى امدن په کربونو کلدارې دى خوله بده مرغه دلته جديد اواعلى تعليمي ادارې وجود نه لري.