کور / تازه خبرونه / سباوون لوبډله د احمدزي جام اتله سوه

سباوون لوبډله د احمدزي جام اتله سوه

په جلاابادښارکې داته لوبډلو ترمنځ شل اورېزې سيالۍ چې شاوخوا درې اونۍ وړاندې پيل شوې وې سباون لوبډلې په پاى لوبه کې عادل شاه کلب ته په نهه پنځوس منډو په ماتي ورکولو سره داحمدزي جام اتلولي ترلاسه کړه .
ديادو سياليو په پاى لوبه کې سباون لوبډلي لومړى توپ وهنه وکړه اويوسلو اوه دېرش منډې هدف يې عادل شاه کلب ته هدف وټاکه .
په ځواب کې دعادل شاه کلب په دې بريالى نشو،چې ټاکل شوى هدف پوره کړي اوټوله لوبډله يې په اوه اويا منډو باندې وسوزيده او په دې سره يې په پنځه پنځوس منډ، په پاى لوبه کې له سباون لوبډلي څخه ماتې ومنله او په دې سره سباون لوبډلي داحمدزي جام سياليو پاى لوبه وګټله .
په دغه پاى لوبه کې رياض منګل ديودېرش منډو په کولو او څلور لوبغاړو په سوزولو سره دلوبې غوره او باطن شاه عبدالرحيمزى دسياليو غوره لوبغاړى ونومول شو.
دپاى لوبې په مراسموکې مشرانو ته دقدرپګړۍ،هڅوونکو ته دکرکټ بورډ له لورې ستاينليکونه،لوبغاړو ته انعامات اوکپونه هم ورکړل شول .
ديادونې وړده چې داحمدزي جام سيالۍ دحاجي حضرت ولي احمدزي په مالي لګښت ترسره شوې چې دننګرهار ملي راډيوتلويزيون او افغان کيبل له لورې هم ترثبت کولو وروسته نشر ته سپارل کيږي .