پېښور : دانقلاب په نوم دپښتو يوه نوې ډرامه به ډير زر دخېبر تلويزيون له لارې نندارې ته وړاندې شي دغه ډرامه چې ديرش برخې ده په نيږي راتلوونکي کې نندارې ته وړاندى شي ددغې ډرامې ليکوال افغان خبريال او شاعر عارف خان همدرد ساپى په يو سيمه ايز هوټل کې خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې دغه ډرامه چې خيبر تلويزون دلارى نندارى ته وړاندي کيږي . ډير په زړه پورې کيسه لري . چې زياته برخه يې په مظلوموپښتنو دظلمونو په مخنيوى او په پښتنو کې زده کړې نه شتون په ډاګه کوي . همدرد زياته کړه چې په دغه ډرامه کې دپښتنو دحقوقو څخه دفاع په ډا ګه شوى چې جرګه دپښتنو (( دودونو څخه هغه لوى دود چې نړيوالو هم دغه دود خپل کړى خو ددغې ډرامې ډائريکټر محمد اظهار بوبي بيا خبريالانو ته وويل مونږ هڅه کوو چې خپلې ټولنې ته اصلاحي ډرامې وړاند کړو او خلک دحقيقت څخه خبر کړو . بوبي وايي په دې ډرامه کې به ١٥٠ کسان اداکاران کار کوي چې ددې ډرامې ليکوال عارف همدرد چې پخپله دشمشاد تلويزن څخه په خپره شوى ډرامه ملاله کې مرکزى اتل وو . پدې ډرامه کې به هم روال لوبوي ببوې زياته کړه چې ددې ډرامې دثبت دپاره ځايونه غوره شوى او ډير زر به دخيبر تلويزيون له لارى نندارى ته وړاندى شي ديادونې وړ ده چې عارف همدرد له دې وړاندې هم دهجرت او منزل په نوم ډرامې ليکلي او تر دې دمه يې درې کتابونه هم چاپ شوى چې ښې لاسته راوړنې کړى او د ولس په زړونو کې ځانګړى ځاى پيدا کړى .