کور / هراړخیز / د سېبازول ګولۍ

د سېبازول ګولۍ

يو څو لسيزې دمخه چې لا طب او ډاکتران دومره نه و ډېر لکه نن چې دي ، نو ځای ځای او خال خال به طبيبان ول زموږ په کامه شريفه کې هم ډېر اعلی او خورا مشهور طبيبان ول زموږ مبارک ارواښاد نيکه او د پښتو د لومړني تفسير اليسير مفسر علامه مراد علی صاحبزاده چې هم جيد عالم و او هم طبي او روحاني طبيب و ، طبابت ترې ورو ورو ورثوو او شاګردانو ته پاتې شو، يو شاګر يې چې لا څو لسيزې وړاندې ژوندی و ملا صيب ګل نومېده او په ټوله سيمه کې د خورا ښه شهرت خاوند و ، خدای بخښلي طبيب ملا صيب ګل ته به چې په هر رنځ اخته ناروغ راغلو که به ملاريا و ، که به په نري رنځ اخته و ، که به يې سرمات و ، که به يې په نس او غاښ درد و او که به يې٠٠٠٠٠٠٠٠ بس ارواښاد ملا صيب ګل به د نورو درملو تر څنګ خامخا د سېبازول ګولۍ هم ورکولې او سپارښتنه به يې کوله چې دا ګولۍ د هر درد دوا او علاج دی او په رښتيا هم هر چا لکه ننني ډيسپرين او پيراسټامول کارول او ښه اغېز يې هم کاوه ٠
اوس که د سېبازول توهين و نه شي د ولسمشر ښاغلي حامد جان کرزي حکومت ، کابينه ، واليان او وزيران هم لکه سېبازول هر وزير د هر کار ، مسلک او وزارت وړتيا لري ، ولسي جرګې د کورنيو چارو وزير بسم الله ګل محمدي نه خپله د اعتماد رايه بيرته ځکه واخيسته چې نا اهله يې وباله او نن يې دا دی د دفاع د وزير په توګه بيا وړ او اهل وباله او د باور رايه يې ورکړه ، ښاغلی کرزی له دومره قحط الرجال او وچکالۍ سره مخ دی چې دا يوه لسيزه همدا مشخص کسان , ټيم او لکه پاکستاني بې کيفيته درمل يې د شطرنج دانې او جالونه له يوه ځايه بل ځای ته اړوي را اړوي او ناورين ته په لوی لاس سا او قوت ورکوي ٠
او نن دا دی ښاغلي کرزي دا د سېبازول ګولۍ بيا د دفاع وزارت د درملنې له پاره ولس ته ډالۍ کړه ٠