وای د عليحضرت ظاهر شاه د واکمنۍ پر وخت په هرات کي يوه پروژه روانه وه. پدې ترڅ کي عليحضرت او د هغه تقريبا ټوله کابينه هم هرات ته تللې وه. وای يو ماښام عليحضرت پر چوکۍ ناست ؤ او اخبار يې لوستۍ او د کابيني بعضي غړي او يو څو خاص مېلمانه پر مځکه پر کوربچو ناست ول او پر بالښتونو يې تکيې کړي. وای د مجلس په مېنځ کي يو چا د عليحضرت د سر ياور حيات خان څخه هيله وکړه چي « يو نکل خو راته وکړه.» وای حيات خان وويل چي نکل خو شپانه غواړي نو په تاسو کي مي څوک شپانه کيږي. د کابينې يو چا ورږغ کړه چي دغه دی حبيبي به دي شپانه سي او «ښه ښه» او «نو بيا» به درته وايي.
وای حيات خان په نکل داسي پېل وکړی: « يو پاچا ؤ…» کله چي عليحضرت دا واورېدل نو يې د اخبار لوستلو په مېنځ کي د اخبار تر يوه کونج کتل پېل کړل او ځير سو.
« … دغه يو ډېر عادل او مهربانه پاچا ؤ. خلکو ورته د پلار خطاب کاوه او پر پاچا هم خپل ملت د اولادونو په څېر ګران ؤ. د خدای پيښي دي چي يو وخت پاچا سخت ناروغه سو. د دنيا جهان ټوله طبيبان يې راوستل خو پاچا نه رغېدی. طبيبانو ورته ويل چي ستا يوازنی علاج دا دی چي هره اونۍ د يوه ځوان ماغزه وخورې، که داسي ونه کړې نو به دي ډېر ژر ساه وخيژي. پاچا چي د طبيبانو دا مشوره واورېده نو زښت په غوسه سو ويل زما ملت زما اولاد دی. خدای دي مي دا نن مړ کړي ليکن د خپل اولاد ماغزه څنګه وخورم؟ پر دغه موضوع د پاچا مشاورينو او کابيني يوه اضطراري غونډه ونيوله او پر دې سره په يوه خوله سول چي پاچا ته به پدې هکله يوه رغنده مشوره ورکوي. همدا ؤ چي دغه مشاورين او کابينه پاچا ته راغلل او ورته وې ويل چي عليحضرته که ته مړ سوې نو ګاونډي پاچهان به راسي او ستا ملت به در په دره کړي. ستا ملت تا ځان تر تا قربانوي او هر قوم دې ته زارۍ کوي چي خپل لومړۍ ځوان تر تا قربان کړي. کابينې وويل چي نام خدا ستا د ملت نفوس خو هسي هم ډېر زيات دی کله په ناروغۍ مري او کله په نورو وجوهاتو. د اونۍ د يوه انسان ژوند به هر دا ملت په پراخه سينه تر تا قربان کړي. که څه هم د پاچا دا خبره نه وه خوښه خو کابينې دغه کار په ومانه او دغه مشوره يې ورکړه چي هره اونۍ دي پر قومونو وار کښېږدي. يوه اونۍ دي د يوه قوم د ځوان ماغزه خوري او بله اونۍ دي د بل قوم د ځوان. همدا ؤ چي دا لړۍ پېل سوه او پاچا به هره اونۍ د يوه ځوان ماغزه خوړل. د هر ځوان ماغزه چي به وخوړل سول د هغه ټوله ورونه د کاکا زامن او خپلوان به غره ته وختل او ياغيان به سول. يو وخت د ياغيانو شمېر دومره زيات سو چي هغوی راغلل او پاچهي يې ونيول او د پاچا سر يې ور پرې کړی او په بازار کي يې وځړوی.»
وای کله چي حيات خان دا نکل پای ته ورسوی نو ټوله اورېدونکي په شمول د عليحضرت هېښ پېښ پاته سول او يو بل ته يې کتل. پدوی کي يو چا جرات وکړی او د حيات خان څخه يې وپوښتل: «حيات خانه دا څنګه نکل ؤ. د دې نکل مانا څه وه؟» وای حيات خان ورته په جديت وويل:
«نه سواست پوه؟ مانا يې غواړئ؟ د دې نکل مانا دا ده چي د داسي کابينې او مشاورينو ږيري د خريلو، مخونه يې د تورولو او سرونه يې د پرې کولو حق لري چي پاچا ته داسي غلطه مشوره ورکوي.»
وای د حيات خان د دغي خبري سره سم ټوله ناسته کابينه خړه سوه او عليحضرت دومره وخندل چي نژدې تر چوکۍ رالوېدلی وای.
اوس چي همېشه د حامد کرزي د يوه فرمان يا پرېکړي په هکله واورم نو ارمان راته ودريږي چي کاشکي کرزي هم د حيات خان غوندي يو سرآور درلودای.