کور / راپور / پکتيا: دخبريالانو په ګډون د ۵۳ مساپرو فاتحه واخستل سوه

پکتيا: دخبريالانو په ګډون د ۵۳ مساپرو فاتحه واخستل سوه

پكتيا : د پنځوخبريالانو په ګډون د ۵۳ تنو هېوادوالو د فاتحې مراسم تر سره شول .
د پكتيا ژورنالستانو خپولواكې ټولنې له خوا دتېرې جمعې په ورځ د كابل قندهار پر لويه لار د دووموټرونو د ټكر له امله د قندهار ولايت د پنځو سيمه ييزو خبريالانو په ګډون د ۵۳ تنو هېوادوالو د شهادت له امله د فاتحې مراسم پرځاى كړل .

مراسم پكتيا كې د رسنيو مركز ( ميډياسنټر ) په دفتركې د ګڼو بهرنيو او كورنيو چاپي ، غږيزو، انځوريزو او بريښنايي رسنيو سره په كار بوختو خبريالانو ، ليكوالانو، شاعرانو او لسګونو فرهنګيانو ،په ګډون جوړشوي وو . دفاتحې په مراسمو كې لومړى د قرآن كريم ختم وشو، په پاى كې د تېرې جمعې ورځې د زړه بوږنوونكى پېښې قربانيانو روح ته دعا وشوه ، د كورنيو پاتې كسانوته يې د جميل صبر او جزيل اجر غوښتنې دالهې ربار څخه وكړې .

برخوالو په ځانګړې توګه د يادې پېښې په ترڅ كې د پنځو تنو خبريالانو دشهادت له امله د قندهار ولايت د خبريالانو سره ځانونه په دې خواشينونكي پېښه كې شريك وبلل ، دوي او د كورنيو غړوته سې دصبراوزغم هېلې وكړې .

ګډونوالو د ترانسپوت وزارت او ترافيكو له چارواكو وغوښتل چې د يادې پېښې جدي پلټنه وكړي او د ټكر شويو موټرونو اړونده شركتونو خاوندانوته د قانون په چوكاټ كې ټاكلې سزاوركړي .

دپكتيا ژورنالستانو خپلواكې ټولنې مشريزه .