کور / تازه خبرونه / پاکستان کې پر یو ټیوب بندیز ولګول شو

پاکستان کې پر یو ټیوب بندیز ولګول شو

اسلام اباد :پاکستان پرانټرنېټ د وېډيو خپرونې وېبپاڼه (يوټيوب) بنده کړې ده. د پاکستان لومړي وزير راجه پروېز اشرف اسلام ته د سپکاوي وېډيو ته په اشارې وويل دغه وېبپاڼه يوازې هغه وخت بېرته پرځای شي، چې د سپکاوي ټول توکي ترې لرې شي.د پاکستان د ټیلي کمیونیکشن یا مخابراتو د ادارې ویندوی ملاحت رب له رسنيو سره د خبرو پر مهال د دغه خبر تصدیق وکړ ويل يې په ټول هېواد کې به يې يوټيوب ته لاسرسی سمدلاسه بندېږي په اعلاميه کې ويل شوي دا ګام ځکه اخيستل شوی چې وېبپاڼې د سپکاوي توکيو لرې کولو په اړه د پاکستاني حکومت سپارښتنه له پامه غورځولې.له دې مخکې د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد د (ټيلي کميونيکشن) يا مخابراتو ادارې ته حکم کړی و، چې له انټرنېټ نه د اسلام پيغمبر ته د سپکاوي فېلم لرې کړي.بل لور ته د دغه فلم په ضد د پاکستان په ستره محکمه کې د مدافع وکیلانو اتحادیې د احتجاج په توګه دکار بندیز اعلان وکړ.پاکستان کې د بشري حقونو ډلو پر دغه ګام نيوکې کړې او وايي ناسمې پايلې به ولري، خو د چارواکيو له لوري دا يوه داسې روښانه هڅه ده چې خلکو ته وښيي ګنې دوی د حساسې مسالې پروړاندې عمل کړی دی.په عمومی ډول اسلام ته د سپکاوي وېډيو پر وړاندې احتجاجي لاريونونه په ټيټه کچه ګډون او سوله ييز ډول شوي، خو له ډېورېنډ کرښې سره نژدې د پښتونخوا په بر دير سیمه کې يو کس هغه مهال ووژل شو، چې د احتجاجيانو او امنيتي ځواکونو تر منځ اخ وډب پېښ شو.د يکشنبې په ورځ د سند ایالت په دوو لويو ښارونو کراچۍ او حيدر اباد کې هم د لاريونونو پر مهال ډزې وشوې، چې دوه کسه په کې ووژل شول.په کراچۍ ښار کې د یاد فلم په ضد یو لاریون وشو، چې پولیسو يي د ګډونکو د خپرولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه او هوايي ډزې يي وکړې.