کور / ترخې خبري / ولسمشر اوس پر کندهار هم سوداګري شروع کړه

ولسمشر اوس پر کندهار هم سوداګري شروع کړه

ظاهرآ خو افغانستان ته د ولسمشر کرزي د واکمنۍ پر مهال ډېري پيسې راماتي سوې ، ځيني خلک پکښي خوار سول خو ډېر نور بيا د محکمې پر ځای تر ارګ پوري ورسيدل .
په افغانستان کي پيسې ګټل تر هر وخت زيات سول ، هر چا پر هر څه پيسې وګټلې ، هغه چي پخوا به يې ننګ ، غيرت ، ارزښت او … ورته ويل ، هغه اوس هره ورځ خرڅيږي او رانيول کيږي ، ددغه سوداګرۍ ښه کاروباريانو ته بېلابېلي جايزې او مډالونه هم ورکړل سول .
ولسمشر هم له دغه تجارت څخه خلاص نسو بللای خو ظاهرآ يې نه مني او وايي چي د جرمني د فرانکفورټ په يوه بانک کي يې فقط لس زره ډالره د بدي ورځي د پاره ساتلي دي او دا مهال د مياشتي په پنځه سوه ډالره مياشتني معاش ګذاره کوي.
موږ ساده ګان يې اوس هم ولسمشر يادوو ، ولاکه يا ولسمشر دی يا افغانستان مشر ، کارونه يې ټوله يې د جمعيت مشر ، نظارمشر ، شمال مشر ، پنجشير مشر او په لنډه کي زور واک مشر دي .
په ۱۹۹۲ کال يې د افغانستان د پاره د سولي پلان ماتوونکي اود کابل ورانوونکي مشر او د جمعيت اسلامي افغانستان پښتون دښمنه قومندان احمدشا مسعود ته د ملي اتل لقب ډالۍ کړ .
د نظار شورا لخوا د افغانستان د يعقوتو او زمردو څخه ډکه د پنجشېر دره يې د ولايت مقام ته پورته کړه .
احمدشا مسعود چي د کابل تاجک ، هزاره او پښتنو د پنځوسو زرو بېګنا وګړو قاتل بلل کيدئ زموږ د ولسمشر د خاصي پاملرني او ملي راډيو ټلويزيون د خدمت له امله چي هر کال يوه اوونۍ ورته وقف سوئ وي ، اوس زموږ په ځوان نسل د ملي اتل په نامه وپېژندل سو په داسي حال کي چي د وحشت ويډيوګانو يې اوس هم يوټوب پر سر اخستئ دی .
د افغانستان د امن او پښتون ولس هغه قاتل چي په بي بي سي کي به يې نارې وهلې چي موږ امريکايانو ته وايوو چي (( غتی غتی بمونه واچوي ، طالبان په غتی غتی بمونو مړه کړي )) اوس زموږ د مهربان ولسمشر حامد کرزي لخوا د سولي د شهيد په نامه وبلل سو او سر له سږ کال څخه به يې تلين د يوې اوونۍ په ترڅ کي د ټولو دولتي امکاناتو څخه په ګټي اخستني لمانځل کيږي .

ولس دا هر څه واوريدل ، وليدل او وزغمل ، مګر نن د برهان الدين رباني زوی صلاح الدين رباني د ناټو د يوه پلاوي سره د خبرو پر مهال وايي چي ولسمشر حامدکرزي وعده ورسره کړېده چي د کندهار نړيوال هوايي ډګر يې د پلار ( برهان الدين رباني ) پر نامه کوي !!!
نور نو خبره تر زغم وتلې ښکاري !
ولس خورا ډېر زغم کړی دی !
دغه د صبر کاسه پر ډکېدو راغلې ده !
له امو تر اباسينه به غيرتي او مېړنی افغان ولس نور د خپلو ارزښتونو تر پښو لاندي کېدل او په خپلو اوږو کي د پرديو کښېنول په هيڅ قيمت ونه مني .
دغه خاوره په مفته نده ساتل سوې ، دا هيواد موږ ته چا په خيرات کي نه دئ راکړئ .
دا د لوی ميرويس خان نيکه په هوښيار تدبير او سر ښندنه ګټل سوې ده .
دغه خاوره د لوی احمدشا ابدالي او سلګونو زرو افغان بچيو د توري په شرنګ او د ويني په توئېدلو جوړه سوې او ساتل سوې ده .
که دغه ناځواني ، بې مخي ، بې کفايتي او بې غيرتي دوام وکړي ددې خطر سته چي افغان ولس په يوه سراسري قيام لاس پوري کړي .
داسي قيام نه لکه دلته او هلته چي د ډالري پروژو پر بنسټ رامنځته کيږي .
يا ، يا
ولسمشر صاحب !
برخي وېشه مړونه ګوره

کندهار داسي بې خاونده هم نه دی چي برهان الدين رباني ته په ميراث ورسيږي .
زموږ د پلرونو قاتل ، زموږ ددروازې مخي ته مه راوله ، وپوهېدې ؟