پېښور:پاکستان تر اووه سوه کیلو متره پورې د هدف ویشتونکي توغندي بابر حتف ۷ ازمو ینه په بریالیتوب سره تر سره کړه.دغه توغندی د اتومي موادو د لېږدولو وړتیا هم لري.د پاکستان د دولتي ټیلویزیون په وینا په کروز توغندي کې سټیلت تکنالوژي کارول شوې ده.د پاکستاني ټیلویژون په خبره ملټي ټیوب توغندی بابر د اووه سوه کیلومتره په واټن کې هدف په نښه کولی شي.دغه توغندی دودیز او اتومي وسله لېږدولی شي.د سږ کال په جون میاشت کې هم پاکستان د کروز توغندي بابر ازمو ينه کړې وه.دغه توغندی پر ځمکه او سمندر کې د خپل هدف په نښه کولو وړتیا لري.