ویسا ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې کې د ولسي جرګې له خوا د کورنیو چارو دفاع وزارتونو او د ملي امنیت ریاست ته د نومول شویو کسانو په تاییدولو تبصره کړې ده.
ویسا لیکلي پخوا به په ولسمشر انتقادونه کیدل؛ چې ولې ړزې څیرې او سلب اعتماد شوي وزیران بیرته نویو پوستونو ته ورپيژني؛ خو اوس پوښتنه دا ده، چې ولسي جرګه ولې د باور رایه ورکوي.
ویسا لیکلي واقعیت دا دی، چې اوس ولس له ټول نظام څخه مایوسه شوی دی.
محور ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ د ولسي جرګې د غونډې عکس خپور کړی او پرې لیکلي یې دي، د سازشونو جرګه.
په مطلب کې ادعا شوې، چې د وزیرانو د تایید لپاره له پیسو هم کار اخیستل شوی دی.
چراغ ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې د ولسي جرګې د تیرې ورځې د غونډې بشپړ راپور او هر کاندید ته د ولسي جرګې له خوا و رایو د څرنګوالي لست خپور کړی.
چراخ په خپل یوه بل مطلب دبلخ د والي عطا محمد نور خبرداری راخیستی چې وايي؛ که د استاد رباني د قتل عاملان ونه پيژندل شي، نو پلویان به یې په مظاهرو لاس پورې کړي.
ماندګار ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې د ښاغلي نور څرګندونې راخیستي.
په مطلب کې د نوموړي له قوله په حکومت انتقادونه راخیستل شوي دي او په یوې برخه کې یې راغلي، د رباني د قتل په مخنیوي کې غفلت کوونکي چارواکي دې محاکمه شي.
ماندګار په یوه مطلب کې د حزب اسلامي مخالفې ډلې نظر هم راخیستی چې وايي، په تور لست کې د حقاني شبکې شامول د سولې هڅې په اوبو لاهو کوي.
هیواد دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یوه سرلیک کې د جمهور رییس حامد کرزي له قوله لیکلي، د ښځو او ماشومانو وژنه هیڅ راز انساني او اسلامي توجیه نه لري.
د هیواد ورځپاڼې د نننۍ ګنې لومړي مخ نن هم د دولتي مقاماتو د لیدنو کتنو راپورونو ته ځانګړې شوی دی.
د ورځپاڼې سرمقاله په یوې روغتیايي مسالې کښل شوې.
په سرمقالې کې راغلي د ګوزڼ او نورو خطرناکو ناروغتی له منځه وړل د هر افغاغن ملي او دیني دنده ده.
هیواد لیکلي، چې سر له نن څخه د عامې روغتیا وزارت له خوا د دریو ورځو لپاره د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلیږي.