په هلمند كې ۱۳۰ تنه زندانيان له بند څخه خوشي شول
ياد شوي زندانيان د يكشنبې په ورځ د افغانستان د جمهوري رياست د جمهوررئيس جلالتماب حامد كرزي د وروستي ۵۳ گڼې فرمان له مخې چې د هيواد د ۹۳ كليزې اود نيكمرغه كمكى اخترپه مناسبت يې صادر كړى وخوشي اود ۱۷۲ تنود بند په موده كې كموالى راغلى دى.
د يادوكسانود خوشي كولوپرمهال د هلمند والي وويل چي يادو کسانو تې ( ته ئې ) د بنده په موده کي په بيلابيلوبرخوكې د زده كړوزمينه برابره کړې.
هغه وويل چې ولسمشرد خپلې مهربانى له مخې د زندا نيانود بند موده كمه كړې چي په دې ترڅ كې يوشميركسان خوشي شول.
نوموړي له خوشي شويوكسانووغوښتل چې د هيواد په پرمختگ،سولې رامنځ ته كولواود خلكود ښيرازى په برخه كې كاروكړي ،له نا قانونه كړنولاس واخلي اوپه خپلوسيموكې د دولت ريښتينى تصويروړاندې كړي.
د يادونې وړده چې په خوشي شويوكسانوكې ۷۷ تنه سياسي،دوه ښځې،۱۲ ماشومان اوپاتې د جنايي جرمونونيول شوي كسان شامل وو.