په ډېره خواشينى سره مو خبر تر لاسه کړ چې تېره ورځ د افغانستان د غزني ولايت په آب بند ولسوالۍ کې د يو ٣٠٣موټر او ټيلر موټر تر منځ په ترافيکي پېښه کې زموږ دري پنځوس تنه هېوادوال شهيدان سول کوم چې پنځه تنه يې د کندهار ولايت سيمه ايز ژورنالستان هم دي.
دا غګمينه پېښه چې ساري يې په دي وروستيو کې نه دى ليدل سوى د خبريال اداره د ټولو همکارانو په استازيتوب پري خواشيني ده.
د خبريال اداره له مرکزي دولت او په افغانستان کې د ترانسپورټ او د ترافيکو له اداري غواړي چې ددي موضوع په تړاو پلټني وکړي او ددي شرکتونو مسولينو او مجرمينو ته سخته سزا ورکړي.
د خبريال اداره له دولت څخه غوښتنه کوي چې په کندهار کې د احمد شا ابدالي شرکت په وړاندي کوټلي ګامونه پورته کړي په داسې حال کې چې ددي شرکت له لوري په وارو وارو دا ډول ترافيکي پېښي را منځته سوي دي او پراخه مرګ ژوبله يې اړولي ده.
د خبريال اداره يو ځل بيا په دي پېښه خواشيني څرګندوي او د وژل سويو کورنيو ته د تسليت مراتب وړاندي کوي.
د خبريال اداره
—
عبدالمنان ارغند په افغانستان کې دخبریال ویبپاڼې مشر