کور / تازه خبرونه / د شېرزي جام شل اوريزي سيالۍ پيل سوې

د شېرزي جام شل اوريزي سيالۍ پيل سوې

په ننګرهار ولايت کې دشيرزي جام دکرکټ شل اورېزې سيالۍ پيل شوې .
دغه سيالۍ چې دشهيدحاجي محمدزمان غمشريک په کرکټ لوبغالي کې داته لوبډلو ترمنځ دشنبې په ورځ پيل شوې يوه اونۍ به دوام وکړي .
يادې سيالۍ چې دسلاکار وزير اوننګرهار والي ګل اغاشيرزي په نوم په لاره اچول شوي موخه يې په ژوندون دمشرانو څخه ستاينه ده .
ددغه سياليو په لومړۍ لوبه کې دجلااباد ښار نارنج باغ لوبډلي دنيکزاد کلب ته په درې ويکټو ماتې ورکړه .
ديادونې وړده تردې وړاندې هم په ننګرهارکې دمشرانو دستاينې په موخه ددوى په نومونو دکرکټ زياتې سيالۍ ترسره شوي دي .
په همدې حال کې په ننګرهارکې داته لوبډلو ترمنځ ديوالې جام سيالۍ دچهارقلعه لوبډلي په اتلولۍ سره پاى ته ورسېدې .
دکرکټ دغه څوارلس اورېزې سيالۍ چې دننګرهار په کامې ولسوالۍ کې داته غوره لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې او شاوخوا درې اونۍ يې دوام وکړ دکامې ولسوالۍ دچهارقلعه لوبډلې په اتلولۍ سره پاى ته ورسيدې .
ددغه سياليو په پاى لوبه کې چهارقلعه لوبډله دپېردو کلب سره مخامخ شوه.
پېردو کلب لومړى توپ وهنه وکړه اوپه ټاکلي څوارلس اورونو کې دټولو لوبغاړو په سوزېدو سره يوسلو اته ويشت منډې ترسره کړې .
په ځواب کې چې دچهارقلعه لوبډلي وکولاى شول چې ټاکل شوى هدف ديوه لوبغاړي په سوزېدو سره پوره کړي او په نهه ويکټو پېردو کلب ته په ماتي ورکولو سره ددغه سياليو اتلولي خپله کړي .
دچهارقلعه لوبډلي لوبغاړى لطيف چې دخپلې لوبډلې لپاره يې څلورشپيته تيزې منډې ترسره کړې وې دلوبې غوره لوبغاړى ونومول شو.