کور / تازه خبرونه / د سړک غاړي ماين ١٢ تنه ووژل

د سړک غاړي ماين ١٢ تنه ووژل

د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په ګرشک اولسوالي کي د سړک غاړي ماين چاودني ١٢ تنه وژلي.
چارواکي وايي چي پېښه تېره ورځ هغه مهال رامنځ ته سوه چي کله د اولسي وګړو يو ټونس ډوله موټر د سړک غاړي پر ماين وخوت.
د هلمند د والي وياند د پېښي پخلى کوي او وايي چي ياد کسان د دوو کورنيو غړي ول.
د نظر د خاوندانو په آند ترافيکي پېښي تر افغان جګړې را وروسته دوهم درجه پېښي دي چي د اولسي وګړو ژوند اخلي.