ولسی جرګی نن په خپله عمومي غونډه کي د ولسمشر لخواه د ملی دفاع ، کورنیو چارو، سرحدونو اوقبایلو او دملی امنیت ریاست ته دڅلورو نوماندو کسانو ته خپلي رایی ور کړي. دولسی جرګي په ننې غونډه کي چې د ټولو ۲۴۹ وکیلانو له ډلې نه ۲۴۱ تنه حاضر ول.د تایید لپاره ۱۲۱ رایو ته اړتیا وه. وکیلانو دری نوماندو وزیرانوته د تآ ېید را يی اویوه نومانده وزیر ته یی د رد اونه منلو رایه ورکړه.
د ملی دفاع وزارت ته نوماند بسم الله محمدی ته ۱۲۴ موافقي رایی ،۹۸ مخالفی رایی، ۱۱ سپیني را یی او ۸ باطلي رایی ، دکورنیو چارو وزات ته نو ماندمجتبی پتنګ ته ۱۲۹ موافقي رایي، ۹۲ مخالفي رایی ۱۱ سپیني را یی او ۹ باطلي رایی ،د ملي امنیت لوی ریاست ته نوماند اسدالله خالد ته د ۱۴۳ موافقي رایی ، ۸۷ مخالفي رایی، ۹ باطلي رایی او ۵ سپینی رایی اود سر حدونواو قبایلو چارو وزارت ته نو ماند حاجی دین محمد ته د۱۱۷ موافقي رایی ۱۰۸ مخالفي رایی ، ۸ سپیني رایی ، او ۸ باطلي رایی ور کړلی.
د یادوني وړ خبره خو داده چي د ولسې جرګی استازو څه موده مخکي ښاغلی بسم الله محمدی د کورنیو چارو له وزارت څخه په دنده کي د بی کفایتي له امله ګوښه کړي و ،چي بیا وروسته ولسمشر کرزی هغه ته د امیر امان الله خان لوړ مډال ور کړي او هغه یی دستي دکورنیو چارو د وزارت د سرپرست په توګه وټاکي اوبیا ژر نوموړۍ د ملی دفاع وزارت ته د کاندید وزیر په تو ګه وګومارل سو .
دولسی جرګي غړو دنوماندو وزیرانو د رایو اچولو وروسته خپله ننې غونډه پایله ته ور سوله.