کور / تازه خبرونه / په غزني کې د یوی ترافيکي پېښې له کبله٥٣ تنه مړه شول

په غزني کې د یوی ترافيکي پېښې له کبله٥٣ تنه مړه شول

غزني :په غزني کې د کابل _ کندهار پر لويه لار ددوو موټرو د ټکر له امله ٥٣ تنه مړه او ٥ تنه نور ټپيان شوي دي .
دغه پیښه نن شاوخوا ۹ بجې د کابل – کندهار پر لويه لاره د غزني د اب بند ولسوالۍ اړونده سيمه کې ديوه ټېلر او بس سرویس ۳۰۳ ټکر لخوا منځ ته راغله.
د غزني ولايت د ترافيکو مدير محمدالله احمدي وايي، چې پېښه د ٣٠٣ موټر د ګړندي تګ له امله رامنځ ته شوې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه موټر په احمدشاه ابدالي ترانسپورټ پورې اړه درلوده.)
احمدی وا یی ، چې ٣٠٣ موټر د ټېلر لاس ته واوښت، چې له امله يې ياده پېښه رامنځ ته شوه.
دى وايي، چې په دواړو موټرو کې اورلګېدلى و، خو دوى داسې وسايل نه درلودل، چې بل شوى اور مړ کړي.
له غزني ولایت څخه په نورو ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي دي چې هلته یو مساپروړونکی بس له یو ټانکر سره ټکر شوی چې د غزني د چارواکو په وینا له پنځوس څخه زیات کسان په کې وژل شوي دي ..
عیني شاهدانو ویلي چې له ټکر وروسته سمدستي په دواړو موټرو نوکې اور ولګیدي چې ګڼ شمیر مساپر داورلمبو سوزولي دي .
د کابل کندهار پر لویه لاره باندې تر دې مخکې هم د مساپرو بار موټر هم د ټکر او هم د چاودنو سره مخ شوي چې مرګ ژوبله یې اړولې ده ، خو دا په ټول افغانستان کې په وروستي یو کال کې لومړی ځل دی چې په یوه ترافیکي پېښه کې په دومره ګڼ شمیرکسان وژل کیږي .
څارونکي وايي ، په افغانستان تر ناکراریو د ترافیکي پېښو قربانیان زیات دي خو په دې اړه ځکه ډير څه نه ویل کیږي ، چې د نا امنیو د پېښو تر سیوري لاندې راځي .
د کابل څخه د هیواد شمال ، لویدیځ ، جنوب او ختیځ ته غزیدلې لاره هر ورځ د لسګونو ترافیکي پېښو شاهدانې وي .
ویل کیږي چې د سړکونو خراب وضیعت او د ترافیکي قوانینو نه مراعت د دا ډول پېښو لوی سببونه دي .